برښنا شرکت: د تاجکستان د برښنا نیم پور مو ورکړی
د طالبانو تر واک لاندې د برښنا شرکت مسوولانو نن چهارشنبه په یوه خبري کنفرانس کې ومنله چې د تاجکستان د برښنا نیم پور یې ورکړی دی. د برښنا شرکت مالي او اداري مشر اسدالله انعام وايي، له تاجکستان څخه د برښنا د واردولو په برخه کې ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي دي، چې ۳۹ میلیونه ډالره یې تر اوسه ورکړي دي. د انعام په خبره چې د تاجکستان د برښنا ۶ میلیونه ډالره پور به هم په نېږدې ورځو کې ورکړل شي. هغه وویل: "موږ له تاجکستانه د جولای له اوله تر اوسه ۷۹ میلیونه ډالره پوروړي وو چې ۳۹ میلیونه ډالره مو ورکړي دي... Читать дальше...