د 'شیطاني ایتونو' د کتاب لیکوال سلمان رشدي چې په یوه حمله کې ټپي شوی لا هم په روغتون کې بستر دی او د مصنوعي تنفس دستګاه ورته لګېدلې ده.
د هغه یوه همکار ویلي، په دې حمله کې چې د چړې په ذریعه شوې د رشدي ځیګر او عصبي رشتې زیانمنې شوې دي.
سلمان رشدي غوښتل په نیویارک کې یوه څېړنیز مرکز ته وینا وکړي، چې د یوه کس له خوا ورباندې حمله وشوه.
پولیس وايي حمله کوونکی هادي متار نومېږي چې ۲۴ کلن او د نیوجرسي ایالت اوسېدونکی دی.
هغه د پېښې په ساحه کې نیول شوی دی.
د پاکستان چارواکو د یوه مشهور ټلوېزیوني کانال کاري جواز وروسته له هغې فسخه کړ، چې دغه ټلوېزیون څو ورځې مخکې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو په اړه یو انتقادي راپور خپور کړ.
د اې، ار، وای (ARY News) نیوز په نوم ټلوېزیون په اړه د پاکستان د برېښنايي رسنیو د تنظیم ادارې پرونۍ پرېکړه د پاکستاني ژورنالېستانو د انتقادونو سبب شوې ده.
تر دې څلور ورځې مخکې د دې ټلوېزیون خپرونې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان د یوه مخکښ همکار د تبصرو تر خپرېدو وروسته بندې شوې.
ARY له اوږدې مودې راهیسې د پخواني صدراعظم عمران خان ملاتړی ګڼل کېږي. Читать дальше...
د طالبانو حکومت سیمهییز چارواکي وايي، سېلابونو په غزني کې مالي زیانونه اړولي دي.
د شنبې په ورځ د دغه ولایت له امنیه قومندانۍ څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د جمعې په ورځ د غزني ولایت یو شمیر ولسوالۍ سېلابونو ځپلې دي.
دغه سېلابونه په اندړ، واغظ، ګیرو، قرباغ او ده یک ولسوالیو کې د سختو وروښتونو له امله راوتلي دي.
د خبرپاڼې په حواله د يادو سېلابونو له امله لسګونه د اوسېدو کورونه، باغونه، کاریزونه او ترڅنګ یې په زرګونه جریبه کرنیزې مځکې خرابې کړې دي.
په غزني کې د سېلابونو راوتلو سلسله له شاوخوا دوو میاشو څخه روانه ده.
په کابل کې یو شمېر معترضو ښځو د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې له ښځو سره د طالبانو تبعیضي چلند بولي، لاریون کړی.
خو دوی ادعا کوي چې طالبانو یې د خورولو لپاره هوايي ډزې کړي او سپکې سپورې یې ورته ویلي دي.
لاریونوالې وايي، طالبانو تېر یوه کال کې له افغان نجونو او ښځو د دوی ټول حقونه اخيستي، خو دوی خبرداری ورکوي د خپل حق د تر لاسه کولو لپاره به ارامې پاتې نهشي.
اعتراض کوونکې مېرمنې "کار، نان، ازادي" شعار سره وايي، د هغه څه پر وړاندې چې دوی یې د طالبانو لهخوا له افغان نجونو او ښځو سره تبعیضي چلند بولي، مخالفت لري او پر ضد یې غږ پورته کوي. Читать дальше...
یو شمېر افغان مېرمنو د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت د یو کلن کېدو له امله په اعتراض لاس پورې کړ.
اعتراض کوونکې وایي د طالبانو په تېر یو کلنه واکمنۍ کې د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه نقض شوي دي.
دوی په خپلو شعارونو کې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه پېژندلو غوښتنې کولې.
دغو اعتراض کوونکو مېرمنو وویل د ننني اعتراض هدف یې د طالبانو د یو کلنې واکمنۍ او د د دوی له لوري افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د نقض پر ضد دی.
د دغو اعتراض کوونکو... Читать дальше...
راروانه دوشنبه د ۲۰۲۲ کال د اګسټ ۱۵مه د طالبانو د بیا ځلي واک یو کال پوره کېږي. دغه یو کال د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره ډېرې لوړې ژورې درلودې.
جمهوریت سقوط شو او طالبانو د دوی په وینا هغه امارت اعلان کړی، چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په زرګونو افغان کډوالو ګاونډیو هېوادونو ته کډې کړي دي. په پاکستان کې ډېر افغان کډوال په قانوني اسنادو تر لاسه کولو کې ستونزې لري. د امريکا غږ انګليسي څانګې ویډیويي راپور کې تفصیل وګورۍ
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۱مه د میډیا د نظم قامي ادارې (پیمرا) په نوم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اې ار وای کمیونیکیشنز اجازت نامه تر بل امر پورې په سمدستي توګه منسوخ کیږي.
د امریکا پراختیايي ادارې یا USAID په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ۱۵۰ میلیون ډالرو د مرستې اعلان کړی.
د دې پیسو ۳۰ میلیونه ډالر یې په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا او د جنسیتي برابرۍ د ملاتړ لپاره ځانګړې شوي دي.
د متحدهایالاتو پراختیايي اداره وايي، له افغان ښځو سره د امریکا مرسته به له تاوتریخوالي سره د مخ شویو ښځو په خوندیتوب، په خصوصي اقتصادي سکټور کې د دوی د ونډې، زدهکړو او روغتیايي برخو کې مصرف شي.
دا مرستې داسې مهال اعلانيږي چې افغان نجونې او ښځې ادعا کوي چې د طالبانو په اوسني... Читать дальше...
پوليسو په يوه خبري غونډه کې وويل کوم مشکوکه تن چې د پېښې له ځای څخه نیول شوی هغه هادي مطر نومېږي چې عمر یې ۲۴ کاله او د نیوجرسي اوسېدونکی دی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د برېښنايي پېژند پاڼو د یو مرکز مخې ته شوې.
ښاغلی ټکور وايي، په چاودنه کې دوه کسه عام خلک سطحي ټپیان شوې دي.
خو له سیمې بیا یوشمېر نا تأييد شوي راپورونه وايي چې چاودنه درنه و او تلفات هم لري.
د يادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د زمري په ۲۰مه طالب پلوی ملا شيخ رحيم الله حقاني هم کابل کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.
د خيبر پښتونخوا په سوات کې ځايي ولس هلته د امنيت ټينګ ساتلو لپاره مظاهره کړې ده. د اګست پر ۱۲مه په خوازه خېله او کبل کې سلګونه ځايي خلکو "موږ پر خپله خاوره امن غواړو" تر شعار لاندې دا مظاهره تر هغه وروسته کړې چې په هغه ضلع کې تېره اوونۍ وسله والو يو پوليس افسر په ډزو ژوبل کړ او بيا يي د جرګې له لارې حکومت ته وسپاره. بلخوا حکومت وايي چې دوی به د قانون عملداري پر ځای ساتي او د وسله والو پرضد به کارروايي کوي. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د برېټانیا د دفاع وزیر بین والیس اعتراف کړی چې په افغانستان کې د دوی تېر شل کلن ماموریت ناکام پای ته ورسېد.
والیس ډیلي میل ورځپاڼې سره خپله تازه مرکه چې نن خپره شوې ویلي، دوی داسې یو افغانستان تر شاه پرېنښود، د کوم لپاره چې کلونه مبارزه او قربانۍ ورکړل شوې.
بین والیس وايي، په افغانستان کې د تېرو شل کلونو پر مهال د لویدیځ پوځي ماموریت چې د سلګونو سرتېرو د وژل کېدو په بیه تمام شو خو بيا هو ناکام و.
والیس د طالبانو د دویم ځلې واکمنۍ د یو کلنۍ په درشل کې له ډیلي میل ورځپاڼې سره مرکه کې چې نن شنبه خپره شوې ویلي... Читать дальше...
د نيمروز د نشهيي موادو ځينې قاچاق کوونکي او مدني فعالان ادعا کوي چې، په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره په دې ولایت کې د نشهيي موادو قاچاق ډېر شوی دی، خو د نيمروز ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.
يو سړی چې له څو کالو راهيسې له افغانستان څخه دباندې نشهيي مواد قاچاقوي
خپل اصلي نوم نه ښيي او ځان عبدالمتين معرفي کوي.
عبدالمتین له ازادۍ راډيو سره په تليفوني خبرو کې وويل چې په نيمروز ولایت کې ژوند کوي، هغه ولایت چې بهرنیو هېوادونو ته د نشهيي موادو د قاچاقو پُل بلل کېږي.
عبدالمتین... Читать дальше...
واک ته د طالبانو تر رسېدو یو کال وروسته په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او نشهيي موادو جوړولو د اندازې په اړه راپور نه دی خپور شوی.
د طالبانو حکومت د خپل مشر د فرمان په استناد ادعا کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت صفر شوی، خو د ملګرو ملتونو له نشهيي موادو سره د مبارزې ادارې په ګډون نړيوال بنسټونه وايي، داسې شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي دا فرمان د کوکنارو د کښت، نشهيي موادو توليد او قاچاقو د کموالي برخه کې موثر و که نه.
نشهيي مواد، هغه پديده چې تر ډېره حده يې نوم له جګړې سره تړلی و،... Читать дальше...
په مونتي نګرو کې یوه وسله وال سړي لږ تر لږه لس کسان په ډزو وژلي دي.
د دې هېواد ټلوېزیون د پولیسو د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي په دې برید کې د یوه پولیس افسر په ګډون شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي خو برید کوونکی هم د پولیسو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
پولیسو د برید کوونکي هویت نه دی افشا کړی خو ویلي یې دي چې یو ۳۴ کلن سړی و.
د لومړنیو څېړنو له مخې دا پېښه د کورني تاوتریخوالي په نتیجه کې شوې ده.
د برېتانیا حکومت وايي په تېر یوه کال کې شاوخوا ۲۱ زره کسان له افغانستانه دې هېواد ته لېږدول شوي دي.
په یوه بیان کې چې پرون د برېتانیا حکومت خپور کړ راغلي دي چې په تېر یو کال کې د دې هېواد یو شمېر وګړي له خپلو کورنیو سره او زرګونه نور افغانان برېتانیا ته راويستل شوي دي.
بیان زیاتوي چې د تېر کال له دوبي راهیسې د بشري حقونو فعالان، خبریالان او هغه کسان چې په افغانستان کې یې له برېتانوي ځواکونو سره کار کړی و، دې هېواد ته لېږدول شوي دي.
له دې مخکې د متحده عربي اماراتو چاپ نېشنل ورځپاڼې راپور ورکړی... Читать дальше...
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې له کوربه ایرلنډ سره پرونۍ لوبه د ۲۲ منډو په توپیر وګټله.
دا په بلفاست ښار کې له ایرلنډ سره د پنځو شل اووریزو لوبو د لړۍ دریمه لوبه وه.
له دې دوه مخکینۍ لوبې پرله پسې ایرلنډ ګټلې وې.
د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو ترمنځ دوه نورې لوبې هم پاتې دي، چې یوه د را روانې دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۵مه او وروستۍ به د چارشنبې په ورځ د اګست په ۱۷مه نېټه وي.
افغان لوبډلې ته پکاره ده چې دوه نورې لوبې وګټې ترڅو دا لړۍ په خپل نوم کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان بانک د اوه میلیارد ډالره شتمنۍ کنګل کېدل د دې هېواد د اقتصادي بحران په پراخولو کې منفي رول لري.
د دې وزارت ویاند وانګ وین بین پرون (د زمري ۲۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې متحده ایالات د افغانستان بانک دا شتمني له توجیه پرته وېشلې دي.
نږدې یو کال مخکې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه متحدو ایالتونو د افغانستان څه باندې اوه میلیارد ډالره شتمني کنګل کړه.
د امریکا ولسمشر جو بایډن پروسږ کال د سلواغې په ۲۲مه په یوه فرمان کې امر وکړ چې د افغانستان... Читать дальше...
په دې ټولګه کې له هغو زدهکوونکو نجونو اورو چې له یو کال راهیسې له ښوونځي لرې دي او له ښوونځي د لرېوالي حسیې د کاغذ پر مخ انځور کړی دی.
طالبان د یوه مسؤل حکومت په توګه په دې چپ دي چې په ورځني ډولیې د رژیم عواید څومره دي او له هغې ورځې چې واک ته رسېدلي، ټولیې څومره عواید راټول کړي.
دوی ادعا کوي چې د خپل اوسني رژیم عواید د افغانستان له ملي ادارو، مالیاتو، کانونو او تر خوا یې د عشر و زکات له لارې برابروي.
دا هغه معلومې تګلارې دي چې طالبان ترې عواید راټولوي، خو مخکېني راپورونه ښيي چې د نشهيي توکو قاچاق یو له نورو عمده سرچینو دی چې د طالبانو کار روزګار پرې روان دی.
عشر و زکات
د عوایدو د نورو تګلارو سره سره، طالبانو د... Читать дальше...
د بې سرحده خبریالانو ټولنه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته یوه کال کې په سلو کې شپېته افغان ژورنالېستانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړي یا له هېواده وتلي دي.
د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی په یوه نوې سروې کې چې جزیات یې پرون خپاره شول ویلي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له ۵۴۷ رسنیو څخه د ۲۱۹ فعالیت بند شوی او په دې موده کې ښځينه خبریالانې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي چې په سلو کې ۷۶ خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.
د دې راپور له مخې له ټولو ۲۷۵۶ ښځینه خبریالانو... Читать дальше...
د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتونو د کارپوهانو ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو د تیاره راتلونکې خبرداری ورکړی.
په یوه راپور کې چې پرون د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا پر خپله رسمي ویبپاڼه خپور کړ، له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د افغانستان پر واکمنو طالبانو فشار راوړي څو د ټولو افغانانو او په تېره د ښځو او نجونو بشري حقوق خوندي کړي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې پر افغانستان د طالبانو د واکمنېدو د کلیزې په مناسبت په یوه تازه راپور کې ویلي چې نړیواله ټولنه باید جدي اقدام... Читать дальше...
دوو کاناډايي ورځپاڼو، تورنتو سټار او ګلوبل نیوز په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ د کال پوره کېدو ته په اشارې د افغانستان او افغانانو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
ګلوبل نيوز:
ګلوبل نیوز لیکلي، د طالبانو د واکمنۍ یو کال پوره شو خو افغانان ویره لري چې کاناډا دوی هېر کړي دي.
د ورځپاڼې اشاره هغو افغانانو ته ده چې له کاناډایانو سره یې کار کړی یا د کاناډا په مرسته یې د افغانستان لپاره کار کړی دی.
د دغو کسانو په منځ کې یوه هم سعدیه ده چې د تېر کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو د واک ته رسېدو په ورځ... Читать дальше...
د شیطاني آیتونو د کتاب پر لیکوال سلمان رشدي پرون په نیویارک کې د یوه سړي له خوا د چاړې په وسیله برید وشو او ویل کېږي چې سخت ټپي دی.
رشدي چې د ایران د رژیم د برید له وېرې پټ ګرځېده، پرون په نیویارک کې په یوه غونډه کې د وینا لپاره بلل شوی و.
پر ایراني الاصله برېتانوي لیکوال سلمان رشدي پرون سهار په نیویارک کې په یوه غونډه کې د یوه سړي له خوا برید وشو.
ټاکل شوې وه چې رشدي به په دې غونډه کې وینا کوي.
پولیسو په یو خبرپاڼه کې ویلي دي چې بریدکوونکي پر رشدي په داسې حال کې د چړې ګوزارونه وکړل چې نوموړی له یوه ژورنالېست سره د خبرو په حال کې و. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России