جګړه؛ بریتانیا د روسي ځواکونو پر خلاف اوکراین سره نوې پوځي مرسته کوي
بریتانیا غواړي اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکړي. تر دې مخکې د ناټو بل غړي پولنډ اوکراین ته یو شمېر پرمختللي جنګي ټانکونه سپارلي وو چې بیا فیلنډ هم ورته ګام واخیست. له نږدې یولس میاشتو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، تر اوسه پورې داسې پرمختللي ټانکونه کییف ته چا نه و ورکړي. د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د چلنجر-۲- ټانکونو او نورو توپچي سیستمونو په تړاو توضیحات ورکړل. د دې مکالمې چې پرون وشوه، جزییات د بریتانیا صدرات خپاره کړي دي. Читать дальше...