Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2023

Новости за 18.01.2023

"په پېښور کې د کوټې "خوندونه

Mashaalradio.com 

په پېښور حیات اباد کې د کوټې يو وګړی د چايو او پراټو يو مشهور ریسټورنټ لري. پر ریسټورنټ یې خوندونه نوم ايښی دی. هره ورځ ورته سلګونه خلک ورځي او خوندونه اخلي. دلته پينځه قسمه چای او لس قسمه پراټې پخيږي. د فرهاد شينواري په دې ويډيو کې یې نور حال وګورئ.

د قطر د بهرنيو چارو وزير: طالبانو سره تعامل ته دوام ورکو، خو بايد و ازمايل شي

Pa.azadiradio.com 

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وايي، د طالبانو حکومت سره تعامل ته دوام ورکوو. د قطر د بهرنیوچارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني وايي، که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت وروستي اقدامات خواشینوونکي دي خو هېواد به یې په افغانستان کې د بدلون راوستو د یوازینۍ لارې په توګه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي. آل ثاني دا څرګندونې پرون سې‌شنبې په داووس ښار کې په نړیواله اقتصادي غونډه کې وکړې. هغه وویل دوحه له نورو اسلامي هېوادو سره هم په دې اړه سلامشورې کوي چې په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره تماسونه ټینګ کړي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو يوه جګپوړې ښځينه چارواکې پرون کابل ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې پرون د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېدله. د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق وايي، د سرمنشي مرستیاله امنه محمد د دې سازمان د ښځو د برخې له مشرې سیما باهوس او په سیاسي چارو کې د سرمنشي له مرستیال خالد خیري سره یو ځای کابل ته تللې ده. مېرمن محمد په ملګروملتونو کې د کار له پیل مخکې د نایجریا د کابینې غړې وه. د ملګرو ملتونو جګپوړي مسلمان چارواکي داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې طالبانو د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونونو او په غیرحکومتي کورنیو او نړیوالو مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. Читать дальше...



کندهار کې د 'حدودو د تطبيق' په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تبصره

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د طالبانو له لوري په کندهار کې په عام محضر کې د نهو سړو د دُرو وهلو مسلې ته په پام اړولی او لیکي، د طالبانو یوه چارواکي وویل چې د سې‌شنبې په ورځ د کندهارپه ورزشي لوبغالي کې پر بېلابېلو جرمونو تورن نهه کسان په دُرو ووهل شول. واشنګټن پوسټ لیکي، دا د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، د هغوی د سختو پالیسیو چې اساس یې اسلامي شریعت دی، وروستۍ بېلګه ده. د واشنګټن پوسټ په لیکنه د کندهار د والي ویاند حاجي زید ویلي، د طالبانو... Читать дальше...

ناروې 'د واګنر بدنام ګروپ' له يو روسي غړي څېړنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناروې د پولیسو ځانګړې قطعې چې جنګي جرمونه څېړي پرون سې شنبه وویل، چې غواړي له هغه روسي پناه غوښتونکي سره خبرې وکړي، چې د راپورونو له‌مخې د واګنر 'بدنام' ګروپ پخوانی جګپوړی غړی و. د واګنر په نوم د روسیې پوځي خصوصي شرکت یو 'بدنام' بنسټ دی، چې په سوریه او اوکراین کې په جنګي جنایتونو تورن شوی دی. د ناروې د څېړنو ملي ادارې چې په اوکراین کې د جرمونو له نړیوالې محکمې سره د جنګي جنایتونو په څېړنه کې همکاري کوي ویلي، چې له اندري مدویدېف او د هغه له نارویژي مدافع وکیل سره په تماس کې ده. د څېړنو ملي... Читать дальше...

الشباب ډلې د سوماليا پر يوې پوځي اډې حمله کړې

Pa.azadiradio.com 

الشباب افراطي ډلې پرون سې‌شنبه د سومالیا پر یوې پوځي اډه حمله وکړه، چې د مرګ‌ژوبلې په باب یې ضد و نقیض راپورونه ورکړل شوي دي. تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د سومالیا حکومت د یوه ساحلي ښارګوټي له نیولو وروسته د دې افراطي ډلې په وړاندې د تاریخي بریا ادعا وکړه. حمله د پلازمېنې موګدیشو په شمالي ښارګوټي هوادلی کې شوې ده. د سومالیا لوی درستیز اودووا یوسف راګي د هغه هېواد ملي راډیو ته وویل، په دې حمله کې چې په القاعده پورې تړلې ډلې الشباب یې مسوولیت اخیستی، د یوه منصبدار په ګډون ۵ سرتېري وژل شوي دي.... Читать дальше...

د اروپايي کمېسيون مشرې د تروريستي سازمان په نوملړ کې د سپاه پاسداران د ورزياتولو ملاتړ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د کمېسیون مشرې، د تروریستي سازمانونو په فهرست کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د ورزیاتو د طرحې ملاتړ وکړ. اورزلا وان دیرلین پرون سې‌شنبه وویل، دغه حرکت، د ایران د سپاه پاسداران له‌خوا د اساسي بشري حقونو تر پښو لاندې کولو په ځواب کې کېږي او دا یې ملاتړ کوي. په وروستیو میاشتو کې د اټومي موضوع پر سر د مذاکرو د بیاپیل له هڅو سره- سره د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو او ایران ترمنځ اړیکې لا ترینګلې شوې دي. اروپايي ټولنې په وار- وار په ایران کې د اعتراض کوونکو سخت ځپل دغه راز اعدامونه غندلي دي. Читать дальше...

ملګرو ملتونونه: راتلونکې دوشنبه افغانستان کې د ګوزڼ ضد کمپاين پيليږي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۳م کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو خلاف کمپاین را روانه دوشنبه پیلېږي. په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف د رسنیو د برخې مسوول کمال شاه تېره شپه دا خبره ازادي راډيو ته وکړه. نوموړي وويل: "دغه کمپاین به د هېواد په څلورو حوزو: لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې ترسره شي." کمال شاه وايي تر ۵ نیم ملیونو ډېرو ماشومانو ته به چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، دغه واکسین ورکړل شي. یونېسف وايي په ۲۰۲۲م کال کې په... Читать дальше...



د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه: د افغانستان اوسنی وضعيت د ټولو لپاره د خطر زنګ دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، هغه څه چې دا مهال په افغانستان کې روان دي، د ټولو لپاره د خطر یو زنګ دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د اسیا پسفیک څانګې پرون په ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې وروستي تحولات ښيي چې د جنسیتي برابرۍ په برخه کې د تېرو څو لسیزو لاسته راوړنې په څو میاشتو کې په اوبو لاهو شوې. د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله مبارزه ده او د ښځو د حقونو لپاره مبارزه په هر ځای کې هماغه مبارزه ده. وروسته له هغې چې طالبانو تېره میلادي میاشت... Читать дальше...

طالبانو د ټاپي پروژې د امنيت په اړه د ترکمنستان له سفير سره خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو چارواکي وايي د ټاپي پروژې د امنیت په اړه د دې پروژې له اجرایه مدیر او د ترکمنستان له سفیر سره خبرې شوې دي. ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، په جلا- جلا راپورونو کې ویلي، چې د دوی د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او استخباراتو چارواکو پر دې موضوع خبرې وکړې. د راپورونو پر اساس، په دغو غونډو کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه حافظوف (Hoja Ovezov) هم برخه درلوده. ټاپي د ګازو د نل‌لیکې هغه پروژه ده، چې څه باندې ۱۸۰۰ کیلومتره اوږده ده، په تېر حکومت کې طرحه شوې او... Читать дальше...

د جرمني سفارت کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيالې د سفر هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، کابل ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امنې محمد د سفر هرکلی وکړ. دغه سفارت پرون په خپل ټویټر کې لیکلي، دا د هغو پالیسیو په اړه د بحث او موافقې لپاره یو فرصت دی، چې د افغانستان خلکو ته ګټه اړوي. د سفارت په خبره هېڅ هېواد نه‌شي کولای، له عام ژوند او اقتصاد څخه د خپلو وګړو د نیمايي برخه په محرومولو سره پرمختګ وکړي. دا نه ده واضحه شوې چې مېرمن امنه کله افغانستان ته رسېدلې ده، خو ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو، چې ډېر ژر به د بشري چارو او اضطراري مرستو په چارو کې... Читать дальше...

له اوکراين سره د جرمني مرستې؛ زلنسکي ترې مننه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د جرمني د حکومت د هغو مهمو دفاعي پرېکړو مننه وکړه، چې د روان میلادي کال په پیل کې یې اعلان کړې دي. زلنسکي پرون په ویډیويي تماس کې د جرمني د ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر قدرداني وکړ، چې اوکراین ته یې مالي او بشري مرستې برابرې کړې دي. د اوکراین ولسمشر په ټلګرام کې لیکلي، چې له خپل جرمني سیال سره یې د جګړې د لومړۍ کرښې پر وضعیت هم بحث وکړ. بل‌خوا د اروپا د کمېسیون مشرې اورزلا وان دیرلین پرون د سویس په داوس ښار کې یوې غونډې ته وویل، چې اوکراین نړۍ په حرکت راوستلې او اروپا ته یې الهام بخښلی دی. Читать дальше...

د کډوالو عالي کمېشنري: افغانستان کې د يخنۍ څپې درې مليونه بې‌ځايه شوي له ستونزو سره مخ کړي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په زیاتو برخو کې د یخنۍ څپې ګڼ کسان له سختو ستونزو سره مخامخ کړي او ځینې کسان یې مړه کړي هم دي. د سرپل ولایت یوه اوسېدونکي چې خپل نوم یې نه‌دی ښوولی، ازادي راډیو ته شکایت کړی، چې ګڼ کسان د بې‌وزلۍ له کبله د ځانونو د تودولو وس هم نه‌لري. دا کس وايي: "دا سیمه ډېره سړه ده. په سانچارک ولسوالۍ کې داسې سخت ژمی دی، چې نېستمن خلک حیران دي څه وکړي. د خدای په خاطر مرستې ژر راولېږئ." د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنري یا (UNHCR) وايي، دوی د افغانستان په ځینو برخو له دې ډلې بادغیس کې اړو کسانو ته د مرستو رسونې چارې پیل کړي دي. Читать дальше...



Москва

Наталья Которева презентовала новый трек «Как в сериале»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Концерт-телепремьера «Шаляпин и Рахманинов в Кисловодске» состоится на выставке-форуме «Россия»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

Семьи из Подмосковья поборются за выход в финал конкурса «Это у нас семейное»

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»


WTA

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Наташа Королёва

Продюсер Пригожин поддержал певицу Королеву после отмены ее номера в телеэфире



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России