پرون 'د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت' په نوم نوی ايتلاف اعلان شو
پرون یکشبنه د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت په نوم نوی اتلاف اعلان شو، چې پنځه سیاسي حرکتونه پهکې شامل دي. د دې ايتلاف یوه مرستیال، شاه محمود میاخېل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د دفاع وزارت د معین په توګه دنده ترسره کړې، پرون ناوخته ازادۍ راډیو ته د دې نوي حرکت د هدف په باب وویل، ياد ايتلاف غواړي د افغانانو د حقونو دفاع وکړي. نوموړي وويل: "دغه ايتلاف غواړي د افغانانو د حقونو دفاع وکړي او بالاخره په افغانستان کې د ولسواکۍ، سولې او ثبات لپاره زمینه برابره شي. ځکه نو د افغانانو ترمنځ معناداره ډیالوګ اړین دی. Читать дальше...