په ننګرهار ولایت کې یو زده کوونکی وايي، دی د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت له خوا د نوي یونیفورم د خبر په اورېدلو حیران دی چې ولې د دې ډول پرېکړو پر ځای د کتابونو او درسي موادو برابرولو ته پاملرنه نه کیږي.
هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، "زموږ غوښتنه له حکومته دا ده چې پر یونیفورم د تمرکز پر ځای باید موږ ته درسي مواد برابر کړي، ځکه زده کوونکی ان یو کتاب هم نه لري، زموږ د کورنیو اقتصاد ښه نه دی، باید د درسي موادو برابرولو او مسلکي ښوونکو ته پاملرنه وشي."
مرتضی، چې د کابل ښار د یو ښوونځي... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک روبیو د (د فبرورۍ ۲۰) له کاناډایي-امریکایي خبریالې کاترین هریج سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو له لوري د ترهګرو ډلو د ځپلو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي ویلي، طالبان په ځینو مواردو کې د ترهګرۍ ضد همکاري کوي، خو په ځینو نورو کې بیا دا همکاري نه تر سترګو کېږي.
له امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اجرایوي فرمان او ځینو هېوادونو ته د هغوی د لېږد په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته یو شمېر هغه افغان کډوال چې په ناقانونه توګه امریکا ته ننوتي له یاد هېواده یې د ایستلو په اړه اندېښمن دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ احتمالي لیدنه به په دې پورې اړه ولري چې ایا په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پرمختګ کیږي او کنه.
روبیو له امریکایۍ خبریالې کاترین هریج سره په یوه مرکه کې چې پرون پنجشنبې پر ایکس پاڼې خپره شوې، وویل، "د فبروري په ۱۸مه په سعودي عربستان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته مې وویل چې "تر هغه چې موږ پوه نشو چې غونډه د څه لپاره ده" دغه کتنه به ونشي.
هغه زیاته کړه چې... Читать дальше...
په بنو کې د امن پاڅون په نوم ځايي خلکو، تاجرانو او بېلا بېلو تحریکونو یو ځل بیا لاریون کړی دی. دوی وايي د تېر کال د جولايي پر ۱۹مه چې د امن په نوم کوم پاڅون شوی وو، اعلا وزیر یې ټولې غوښتنې منلې وې خو تر اوسه عملي شوې نه دي. د دوی په وینا، لا هم ناامني او هدفي وژنې روانې دي. ..
د پاکستان په کوربه توب د کرکټ د اتلانو جام دا سیالي په کراچۍ کې ده.
(B) ګروپ کې د افغان لوبغاړو دوه نورې ګروپي لوبې د انګلستان او استرالیا له لوبډلو سره دي.
که څه هم افغانستان په خپل ګروپ کې له ډیرو پیاوړ لوبډلو سره مخ دی خو د لوبډلې مشر حشمت الله شاهدي پرون پنجشنبه یوې خبري غونډې ته ویلي، ډاډه دی چې لوبډله به یې د لوبو بل پړاو ته هم لار پیدا کړي:
"مونږ پوره چمتو یو، او باور لرم، پوهېږو چې لوبه کې څه وکړو، شرايط زمونږ لپاره مناسب دي، د لوبډلې د کپتان په توګه زه پوره ډاډ لرم چې راتلونکي پړاو... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه خبرداری ورکړی او په دې هیواد کې د طالبانو بشپړ کنټرول یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د فبرورۍ پر ۲۰مه د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رد کړل او رسنۍ یې د داسې راپورونو د خپرولو له کبله "مغرضې" وبللې.
په بنګلادېش کې تېر کال د زده کوونکو په مشرۍ تر پاڅون وروسته اوس نوي حکومت د ښوونځيو د نصابي کتابونو بدلول پیل کړي دي او پکې تاریخ په مختلف انداز بیانوي. دې کار د زده کوونکو میندې او پلرونه اندېښمن کړي، خو د نصابي کتابونو اداره وايي چې غواړي ماشومان سم او پر واقعیت ولاړ تاریخ زده کړي. نور د اې اېف پي له ویډیو په جوړ رپورټ کې.
د کرکټ د اتلانو جام کې د افغانستان لومړۍ سیالي د جمعې په ورځ د کراچۍ په ښار کې ترسره کېږي.
له سوېلي افریقا وروسته به افغانستان د انګلستان او اسټرالیا په وړاندې هم سیالي وکړي.
د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنيو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. کله چې د پاکستان تر خپلواکۍ يو کال وروسته په ۱۹۴۸ز کال کې حکومت اردو د هغه هېواد د يوازينۍ ملي ژبې په توګه اعلان کړه نو د هغه وخت په ختيز پاکستان يا اوسني بنګلادېش کې ولس د دې ګام مخالفت وکړ او غوښتنه يې وکړه چې هلته زياته ويونکې ژبه بنګالي دې هم ملي ژبه وګرځول شي. وروسته د ۱۹۵۲ز کال د فېبرورۍ پر ۲۱مه نېټه چې کله د ډاکا پوهنتون زده کوونکو مظاهره کوله نو پوليسو ډزې ورباندې وکړې چې پکې پينځه زده کوونکي ووژل شول او لسګونه ژوبل شول. Читать дальше...
په چمپینز ټرافي سیالیو کې د افغانستان د کرکټ لوبډلې د لومړۍ لوبې په درشل کې کیپټان حشمت الله شهیدي له افغانستان سره د کرکټ لوبو د بایکاټ کولو لپاره سیاسي غوښتنې رد کړې.
د انګلستان او جنوبي افریقا سیاستوالو په دې وروستیو کې له خپلو کرکټ چارواکو غوښتي و چې د افغانستان پر وړاندې د چمپینز ټرافي لوبې بایکاټ کړي ځکه چې طالبانو د ښځو په سپورټ بندیز لګولی او د ښځو ډیرحقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.
د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د جنوبي افریقا د سپورټ وزیر ګیټون مک کینزي وویل، که وروستۍ پریکړه... Читать дальше...
یوه ډله مهاجر، چې تېره اوونۍ له متحدو ایالتونو څخه پاناما ته شړل شوي وو، د سې شنبې په شپه د پاناما سیټي له یوه هوټله د دې هېواد جنوبي ځنګلي سیمې، دارین ته انتقال شول.
د پاناما د امنیت وزیر اعلان وکړ، چې له نیمايي ډېرو هغو مهاجرو، چې امریکا پاناما ته شړلي وو، په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته د ستنېدو پرېکړه کړې. دا مهاجر عمدتاً د آسیا او منځني ختیځ د هېوادونو اتباع دي.
د پاناما د ولسمشر خوزې رایول مولینو په وینا، تازه شړل شوي مهاجر د افغانستان، چین، هند، ایران، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ترکیې، ازبکستان او ویتنام وګړي دي. Читать дальше...
په زابل ولایت کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، چې د کابل-کندهار پر لویه لاره د باروړونکي ټېلر او کوچني موټر د ټکر له امله اووه تنه مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه پرون (پنجشنبې) غرمه د کلات ښار په پُل سنګي سیمه کې شوې ده.
په دې پېښه کې څلور ښځې او درې ماشومان مړه شوي، او دوې ښځې او یو نارینه ټپیان شوي دي.
چارواکي وايي چې د پېښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي.
د کابل – کندهار په لویه لار ډېرې ترافیکي پېښې کېږي او ځینې موټرچلوونکي وايي چې د... Читать дальше...
د بریتانیا د کلتور وزیر پرون (پنجشنبې) وویل چې افغان ښځې حق لري کرکټ وکړي او د برېیتانیا حکومت هڅه کوي په دې برخه کې تر ممکنه حده فشار راوړي.
د سټندرډ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د انګلستان لوبډلې ته ویل شوي و، له افغانستان سره د اتلانو په اتلولیو یا چمپینز ټرافي کې سیالۍ بایکاټ کړي.
د چمپیونز ټرافي له پېلېدو سره، د انګلستان د نارینهوو کرکټ لوبډله تر فشار لاندې ده، چې د چهارشنبې په ورځ په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې لوبې ته حاضر نه شي. دا غوښتنه د طالبانو تر... Читать дальше...
د پاکستان پولیس وايي، د پوځ پرضد په خونړیو بریدونو کې د لاس لرو په تور يې۳۰ کسان نیول دي.
پیړۍ وروسته په مصر کې د یو فرعون مقبره موندلی شوی دی.
د خیبرپښتونخوا په باجوړ سیمه کې یوه پنځه کلنه ماشومه د جنسي تیري وروسته په ډبرو وژل شوې ده.
د عزیزي ګروپ مشر میرویس عزیزي وايي، په کابل کې د "فرشتې عزیزي" په نوم طبي ښارګوتی جوړوي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России