د دغه مرکز مشر احمد قریشي ازادي راډیو ته وویل چې د دغو رسنیو دوه کارکوونکي لا هم د طالبانو په توقیف کې دي او دفترونه یې نه دي پرانیستل شوي.
د طالبانو حکومت شنبه اعلان کړی وو چې بېګم او ځوانانو راډیو ته یې بیا د نشراتو اجازه ورکړې ده.
د فردریش مرتس په مشرۍ د جرمني مسیحي ډموکراټ ګوند سي ډي یو نږدې ۲۹ فیصده رایې خپلې کړي خو د حکومت د جوړولو لپاره به له نورو ګوندونو سره اییتلاف ته اړ وي.
آلترنتیف د المان لپاره AfD ښي اړخي افراطي ګوند هم نږدې شل فیصده رایې ګټلي.
د کرکټ په اتلانو جام کې هندوستان وتوانېد پاکستان ته ماته ورکړي.
په دې لوبه کې چې د دوبۍ په میدان کې وشوه پاکستان په لومړي بټنګ/توپوهنې سره د ۲۴۲ منډو هدف وټاکه.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه بوري (لورالايي) کې د یوې ناحکومتي ټولنې غړو او پلویانو د ونو او بوټو کښېنولو او د ځنګلونو او ژویو خوندي کولو په اړه د پوهاوي لپاره اشر کړی دی. د دې لپاره د اشر غورځنګ ګډونوالو د فبرورۍ پر ۲۰ شاوخوا ۸۰ کېلومیټره درې ورځنی پلی مزل بشپړ کړ او په بوري کې یې یوه څېړنغونډه جوړه کړې وه. د هغه غورځنګ ګډونوالو خپل فعالیت په ۲۰۱۹ز کال کې له ژوبه پیل کړی وو او تر اوسه یې په پښتون مېشته سیمو کې زرګونه ونې کښېنولې دي. ویډیويي رپورټ.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې «یو این اومن» یو ځل بیا د افغان ښځو او نجونو ملاتړ اعلان کړی دی.
بریتانیايي رسنیو نن راپور ورکړ چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو یوه بریتانوي جوړه نیولې ده.
د سنډې ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، ۷۹ کلن پیټر رینولډز، او د هغه مېرمن باربي، چې ۷۵ کلنه ده، د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال ونیول شول چې دوی په بامیان کې خپل کور ته روان ول.
دې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسي په افغانستان کې د زده کړو او د ماشومانو او میندو د ملاتړ په برخه کې کار کاوه.
سنډې ټایمز ورځپاڼه وايي، د دې جوړې لور سارا انټویسل ورته ویلي:« هغوی یوازې غوښتل دې هېواد ته خدمت وکړي ځکه چې مینه ورسره لری. Читать дальше...
اسراییل د فلسطیني بندیانو خوشی کول ځنډولي او ویلي یې دي چې دا کار یې د دې لپاره کړی چې حماس د اوربند د موافقې خلاف د دوی اسیران تحقیروي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، سږ کال له دې ولایت څخه د ۲۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت وچه میوه بهر ته صادره شوې ده.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، د دې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا ویلي، چې سږ کال ۶۲ زره او ۳۱۰ ټنه وچه میوه له کندهار څخه بهر ته صادره شوې ده.
د هغه په وینا، انځر، شکرپاره او میمز هغه وچه مېوه ده چې هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او امریکا ته صادره شوې ده.
وچه میوه د افغانستان له مهمو صادراتي توکو څخه شمېرل کېږي، چې په بهرنیو بازارونو کې ښه ارزښت لري.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو په بېرته ترلاسه کولو ټینګار کړی.
د جرمني له پارلماني ټاکنو سره هم مهاله په دغه هیواد کې یو شمیر میشت افغانان وايي، هیله من دي چې نوی حکومت یې ستونزې هوارې کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي هغه افغانان چې امریکا یې خپل هیواد ته ته بیايي، د غیر قانوني کډوالو په توګه به وپېژندل شي او له دې هیواده به وایستل شي.
د فرانسې ولسمشر وايي چې د دغه هیواد په ختیځ کې د چاقو برید، چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي، «ترهګرۍ» عمل دی.
امانویل مکرون د شنبې (۴ کب) په ورځ وویل چې په مولوز ښار کې د یو کس له خوا پر پولیسو د چاقو برید بې شکه یو ترهګریز عمل دی.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر د موضوع د څېړلو لپاره مولوز ته تللی او هلته به وینا وکړي.
د فرانسې څارنوالي وایي، شکمن کس د برید پر مهال "الله اکبر" شعار ورکړی و.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه په ځايي وخت د شنبې مازیګر ۴ بجې د جرمني پولې ته نژدې په مولوز ښار کې شوې. Читать дальше...
پاکستان خبرداری ورکړی چې هغه په زرګونو افغان کډوال به چې په متحدو ایالاتونو کې د ځای پر ځای کیدو او بیا میشتیدنې په تمه په پاکستان کې انتظار باسي، بیرته افغانستان ته واستوي که چیرې د دوی قضیې رد شي یا په وخت ونه څیړل شي.
د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا خبرداری د ترکیې له TRT ټلویزني شبکې سره په مرکه کې چې پرون شنبې خپره شوه، ورکړ.
د دې مرکې په ځینو برخو کې چې په اسلام آباد کې د بهرنیو چارو وزارت خپرې کړې، ښاغلي ډار یادونه کړې چې متحده ایالاتو ژمنه کړې چې دغه افغانان به د روان کال تر سپتمبر میاشتې له پاکستان څخه وباسي. Читать дальше...
د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان وکړ چې د هغو سلګونو فلسطیني بندیانو خوشې کیدل تر هغو پورې ځنډیډلي چې حماس په غزه کې د کاواکه اوربند د موافقې ټول شرطونه پوره کړې.
په هغه اعلامیه کې چې دې دفترنن یکشنبې خپره کړې، ویل شوي چې اسراییل د ۶۲۰ بندیانو خوشې کیدل ترهغو پورې ځنډوي چې له سپکاوي پرته د نورو اسراییلي یرغملو خلاصون ډاډمن شي.
ټاکل شوې وه چې د اسراییل او حماس ترمنځ د شوې موافقې د لومړي پړاو په وروستۍ تبادله کې اسراییل د حماس له لوري د ۶ یرغملو د آزادیدو په بدل کې دغه فلسطیني بندیان پرون د ورځې په وروستیو کې آزاد کړي. Читать дальше...
د هند او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چیمپیینز ټرافۍ) په سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شوې دي.
د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د فبرورۍ ۲۳مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپوهنه غوره کړه.
د پاکستان بیټرانو تر نهم اوور پورې نسبتاً ورو لوبه وکړه او د بابر اعظم او امام الحق تر سوځېدو وروسته محمد رضوان او سعود شکیل مجموعي منډې تر ۱۵۱ ورسولې. رضوان په ۴۶ منډو وسوځېد او ورپسې ژر په ۶۲ منډو اوټ شو.
تر دې وروسته په وقفو، وقفو د پاکستان بیټران سوځېدل او ټوله لوبډله یې په ۵۰م اوور کې په ۲۴۱ منډو وسوځېده. Читать дальше...
نن یکشنبې په جرمني کې پارلماني انتخابات ترسره کیږي
په جرمني کې له ټاکلې نیټې مخکې انتخاباتو ته وروسته له هغې زمینه برابره شوه چې د تیر۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د جرمني د موقت صدراعظم اولاف شولڅ په مشرۍ ایتلافي حکومت ړنګ شو او د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مه د دغه هېواد پارلمان منحل او د فبرورۍ په میاشت کې یې وارمخکې انتخابات تایید کړل.
جرمني چې د اروپا ستر اقتصادي قدرت دی، کابینه یې د اقتصادي رغونې په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده، خو په دې هیواد کې د وروستیو بریدونو په تړاو... Читать дальше...
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي وایي، هیواد به یې سبا دوشنبې د فبرورۍ په ۲۴ چې پر اوکراین د روسیې د بشپړ یرغل درې کاله پوره کیږي، پر روسیې نوي بندیزونه اعلان کړي.
هغه وویل، دا بندیزونه به د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې د روسیې پر وړاندې تر ټولو پراخ بندیزونه وي.
لامي په یوه بیان کې وویل، د دوی هدف "د هغه پوځي ماشین له منځه وړل او د عوایدو کمول دي چې په اوکراین کې د ویجاړۍ لپاره اور ته پکۍ وهي."
لامي همدارنګه وویل، " اوس د دې وخت را رسیدلی چې د پوتین د روسیې غوږونه تاو کړي.
د بریتانیا... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (شنبې) په مریلنډ کې د امریکا د محافظهکارانو په لویه غونډه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د پاتې امریکايي وسلو د بېرته ترلاسه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
په وروستیو کې په خوست کې چایخانې او د کافي څښلو ځایونه زیات شوی دي چې ګڼ ځوانان د بنډارونو، خوشالیو لمانځلو او د دمې لپاره ورځي. د افغانستان په ښارونو او د لویو لارو شاوخوا ته چایخانې پخوا هم وې، خو اوسنۍ هغه عصري جوړې شوې دي او پکې د چای تر څنګ کافي او نور خواړه هم وي. د چایخانو مالکان وايي، هلته د خلکو ورتګ ورځ تر بلې زیاتېږي. ویډیويي راپور.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России