Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июль
2025

Новости за 18.07.2025

په میرامشا کې د امن پاڅون غونډه وشوه

Mashaalradio.com 

په امن پاڅون کې ناستو سلګو کسانو ته ویناوالو په شمالي وزیرستان کې د امن د راوستلو او د خلکو د سر او مال د خوندي کولو په اړه خبرې وکړې. مشران وايي، دا هڅې یې د ممکنه عملیاتو د مخنیوي لپاره روانې کړې دی. په سیمه کې د اتمانزیو جرګې ته حکومت تر دې وړاندې دوه میاشتې وخت ورکړی وو چې په دې وخت کې به له وسلوالو سره خبرې کوي او له جګړو به یې منع کوي. حکومت او پوځ وايي، په سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره عملیات لازم دي خو که قامي مشران ګڼي چې بې له عملیاتو دا مسله هوارولی شي نو خپل کردار دې ولوبوي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې وېډيويي راپور کې.

په پاکستان کې ورښتونو او سېلابونو لسګونه کسان وژلي

Mashaalradio.com 

د پاکستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې اداره (اېن ډي اېم اې) وايي چې د جون له وروستۍ اونۍ څخه د جولای تر ۱۷مې پورې د ورښتونو پر مهال په مختلفو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۸۵ زیات کسان وژل شوي او سلګونه ژوبل دي. دا په داسې حال کې ده چې د جولای په نیمايي کې د پشکال میاشت له پیلېدو راهیسې سخت ورښتونه په پنجاب کې د سېلاب لامل شوي دي او دولتي راډیو وايي چې حکومتي کارکوونکي او پوځ د خلکو د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي. اېن ډي اېم اې وايي، په ورښتونو او سېلابونو کې تر ۱،۰۰۰ زیات کورونه هم زیانمن شوي دي. Читать дальше...

د سوریې په سویدا کې بیا نښتې پیل شوي دي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې د سوریې په دې جنوب لوېدیځه سیمه کې تر څلور ورځنیو نښتو وروسته، چې نژدې ۶۰۰ تنه پکې وژل شوي، اوربند اعلان شوی و، له سیمې ورکړل شوي راپورونه د دروزي جنګیالیو او بدویانو ترمنځ د نښتو د بیا پیلېدو پخلی کوي. انادولو خبري آژانس، الجزیرې، او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د چنګاښ په ۲۷مه، جمعه راپور ورکړ چې د سوېدا په سیمه کې ټینګ شوی اوربند د پنجشنبې په ماښام مات شو او یو ځل بیا نښتې پیل شوې. د انادولو خبري آژانس د راپور له مخې، چې خبریالان یې په سوریه کې حضور لري، د سني بدویانو د بېلابېلو قبیلو سلګونه... Читать дальше...

د امریکا دوو استخباراتي سرچینو د اسراییل په بریدونو کې د پزشکیان د ټپي کېدا تایید کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدوایالتونو«دوو استخباراتي سرچینو» تایید کړې چې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې د ایران د ولسمشر، مسعود پزشکیان، د ټپي کېدو خبرونه رښتیا دي. د امریکا CBS شبکې د پنجشنبې په ماښام (۲۶ چنګاښ/سرطان) راپور ورکړ چې دوو امریکایي استخباراتي چارواکو ورته ویلي، د ایران د رسنیو راپورونه چې پزشکیان د اسراییل د بمبارۍ له امله ټپي شوی، حقیقت لري. د فارس او ایرنا دولتي خبري اژانسونو روانه اوونۍ راپور ورکړ چې دا پېښه د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې په څلورمه ورځ (دوشنبه ۲۶ جوزا) رامنځته شوې. دوی ویلي،... Читать дальше...



جرمني ۸۱ افغانان، چې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته ولېږل

Pa.azadiradio.com 

جرمني نن، د جمعې په ورځ (۲۷ سرطان)، ۸۱ افغان نارینه چې په دې هېواد کې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته ولېږل. د فرانس پرېس خبري آژانس د راپور له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریند ویلي، د دې کسانو د شړلو حکم د محکمې له پرېکړې وروسته صادر شوی دی. له کله چې په افغانستان کې طالبان بیا واک ته رسیدلي، دا دوهم ځل دی چې جرمني افغان پناه غوښتونکي له خپلې خاورې باسي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي هم نن په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې د کډوالو د ایستلو له قضیې د طالبانو حکومت خبر و. Читать дальше...

پاکستان د ۵ ځانمرګو د نیولو ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني رسنیو نن د خپل هیواد د امنیتي سرچینو پر اساس ادعا وکړه چې سرحدي ځواکونو یې تېر ماښام (د جولای په ۱۷مه) پنځه مشکوک ځانمرګي بریدګر په داسي حال کې ونیول چې غوښتل ‌یې له افغانستان څخه پاکستان ته دننه شي. سرچینو نیول شوي کسان د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو غړي بللي دي او ویلي، دا کسان هغه مهال ونیول شول چې د بیسي خېل کلي په یوه جومات کې یې پناه واخیسته. پاکستان وخت په وخت له افغانستانه د ټي ټي پي د وسله والو کسانو د وراښتو ادعاوې کوي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې ردوي... Читать дальше...

ثمر هارون بلور: له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده

Mashaalradio.com 

ثمر هارون بلور، چې روانه میاشت یې عوامي نیشنل ګوند پرېښود او په مسلم لیګ (ن) کې شامله شوه، وايي، په حادثاتي ډول یې انتخاباتي سیاست ته مخه کړه. نوموړې د جولای پر ۱۷مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، له خپل ملک سره د مینې اظهار ګناه نه ده. نوموړې وايي، د عوامي نیشنل ګوند له سیاستوالانو او غړو سره د "احترام رشته" لري خو زیاتوي، خپله سیاسي نظریه لري او د هم هغې له مخې سیاست کول غواړي. د بلور مېړه هارون بلور د عوامي نیشنل ګوند یو مشر وو چې د ۲۰۱۸ز کال د جولای پر ۱۰مه په پېښور کې د انتخاباتي غونډې پر مهال په ځانمرګي برید کې ووژل شو. Читать дальше...

امریکا عراق ته خپل دیپلوماتان بېرته استوي

Pa.azadiradio.com 

شاوخوا یوه میاشت وروسته له هغه امریکا خپل ډیپلوماتان له عراقه وایستل، چې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه وشول. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، تمی بروس، د پنجشنبې په ورځ (۲۶ سرطان) په یوه خبري ناسته کې وویل: «هغه کارکوونکي به، چې په موقتي توګه له عراقه بهر ځای پر ځای شوي وو، اوس په تدریج په بغداد کې د امریکا سفارت او په اربیل کې کونسلګرۍ ته بېرته ستنېږي.» هغې زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت لا هم امریکايي وګړو ته سپارښتنه کوي چې عراق ته سفر ونه کړي. امریکا د دې پرېکړې دقیق دلیل نه ‌دی څرګند... Читать дальше...

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۵۳ تنه له داعش سره د تړاو په شک نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۱۵۳ کسان یې له داعش ډلې سره د احتمالي تړاو په تور نیولي دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، نن جمعه (۲۷ سرطان) په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي چې دا کسان د عملیاتو په ترڅ کې د ازمیر او موغلا، هاتای او ماردین، او سامسون په شمول د ترکیې په ۲۸ ولایتونو کې نیول شوي دي. ده زیاته کړې چې دا کسان د یوې ترهګرې ډلې په ګټه د مالي مرستو او تبلیغاتو په تور نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دغه عملیات د ترکیې د استخباراتي ادارو په همغږۍ او د یو شمېر بهرنیو ادارو په همکارۍ شوي دي. Читать дальше...

د عراق د کوت ښار په سوداګري مرکز کې پراخ اور لګېدلی

Pa.azadiradio.com 

د عراق د ختیځ په کوت ښار کې روغتیايي چارواکو او د پولیسو دوو سرچینو پرون (جولای ۱۷مه) رویټرز ته ویلي، چې په یوه سوداګریز مرکز کې د پراخ اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ورک دي. په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې د مارکېټ د ودانۍ بهرنۍ برخه بشپړه سوځېدلې ده. په هغو ویډیوګانو کې چې د دې پېښې له ځایه په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي، لیدل کېږي چې د شپې په تیاره کې سترې لمبې پورته کېږي، د اور وژنې کارکوونکي د اور وژلو لپاره د اطفایې د موټرو په وسیله اوبه پاشي، او خلک هم د ژغورنې له ډلو سره مرسته کوي. Читать дальше...

یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوړو له شدید فقر څخه کړېږي

Pa.azadiradio.com 

یونسیف وايي، کابو نیمايي افغان ماشومان د خوراک له نظره په شدید فقر کې ژوند کوي. د همدې وضعیت له امله، د ملګرو ملتونو دا اداره یوه نوې پراخه طرحه پیلوي چې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر ضد مبارزه وکړي، د ځايي خوړو سیستمونه، د عامه پوهاوي فعالیتونه او د ټولنې ونډه پیاوړې کړي. د یونسیف له خبرپاڼې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته یې پر خپله ایکسپاڼه خپره کړې؛ ویلي، دا نوې طرحه چې«First Foods Afghanistan» نومېږي، له ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې به دوام وکړي او د برېتانیا د حکومت له خوا تمویلېږي. هدف یې دا دی چې... Читать дальше...

ملاله فنډ: نړیواله ټولنه دې ایران د افغانانو جبري اخراج درولو ته اړ کړي

Mashaalradio.com 

د نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ بنسټ د جولای پر ۱۶مه پر ووبپاڼه په بیان کې ویلي، تهران، چې غواړي شاوخوا څلور مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړي، په تېرو اونیو کې سلګونه زره کسان له خپلې خاورې ایستلي دي.

یولیا سیفري د اوکراین صدراعظمه شوه

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین پارلمان د دې هېواد پخوانۍ د اقتصاد وزیره، یولیا سیفری دینکو د صدراعظمې په توګه تائید کړه. سیفری دینکو له دې وړاندې د صدراعظمې مرستیاله هم وه او د اوکراین د ځمکنیو زېرمو په اړه یې له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو مشري کوله. د اوکراین پارلمان پرون د رایې اچونې پر مهال سیفری دینکو ته ۲۶۲ مثبتې، ۲۲ منفي او ۲۶ ممتنع رایې ورکړې، او له دې سره نوموړې د دې هېواد نوې صدراعظمه وټاکل شوه. ۳۹ کلنه سیفری دینکو د دینیس شمیهال ځایناستې شوې ده. شمیهال تر ټولو ډېر وخت د اوکراین د صدراعظم په توګه پاتې شوی و. Читать дальше...

ملاله بنسټ: له ایرانه د افغان ښځو جبري ایستل "د زیان رسولو مستقیم اقدام" دی

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې له ایرانه د افغان کډوالو بې‌سارې او ډله‌ییزه جبري ایستنه دوام لري، افغانستان ته د ستنېدونکو ښځو او نجونو د حقونو د احتمالي سرغړونې په اړه اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России