د غزني ولایت د عامې روغتیا مشر محمد څرک زیرک وايي، ټپیان کې ماشومان هم شامل دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټرچلونکو بېاحتیاطي، ګڼه ګوڼه او په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی ګڼل کېږي.
افغان سېک شاعر دیاسنګ انجان سره ډیری افغانانو سره بلد دي نن سبا نوي ډهلي کې د ده کور او کار ځای د ډیری مسافرو افغانانو په ځانګړي ډول فرهنیګیانو دمه ځای دی، شنې ترخې چای او د ده خوږې کیسې او خاطرې د هر ستړي د زړه ارمان وي.
نن د جولای ۳۰ مه د ملګرتیا نړیوال ورځ ده هغه چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې د خلکو، هیوادونو او بیلابیلو فرهنګنونو تر منځ د ملګرتیاوو د پراختیا په موخه نومولې ده، انجان سره مې تیلفون خبرې وکړې او د دې ورځې په مناسبت مې د ده د شخصي او کورنیو ملګرتیاوو په اړه ورنه وپوښتل.
هغه په... Читать дальше...
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو لګول شوي بیلابیل محدودیتونه ورځ بلې ته پراخېږي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو بحرانونو سره مخ هغه هیواد دی چې دوی لپاره د برابرو فرصتونو مبارزه په کې ورځ بلې ته سختیږي.
دغه ادارې د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې واکمنو طالبانو پر ښځو د محدودیتونو لپاره لږ ترلږه اتیا فرمانونه صادر کړي دي.
په دې راپور کې چې سه شنبه د جولای... Читать дальше...
نن د جولای ۳۰مه، انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده.
دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې د قربانیانو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د دوی له حقونو د ملاتړ لپاره نمانځل کیږي داسې مهال چې ویل کیږي د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې انساني قاچاق ته پراخه زمینه برابره ده.
د انساني قاچاق یو شمیر افغان قربانیان وايي، د امنیتي ستونزو او بې کارۍ له امله، اړ شول چې په سختو لارو قاچاقي مزلې وکړي او خپل برخلیک او ژوند د قاچاق کوونکو په لاس کې ورکړي.
وايي د تېر جمهوري نظام پر... Читать дальше...
د روسیې په کمچاتکا ټاپووزمه کې د جولای پر ۳۰مه تر زورورې زلزلې وروسته په هغه سیمه، جاپان او امریکا کې څونامي راغلې ده. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۸.۸ وو. چارواکو د جاپان په هوکایدو او د امریکا په هوايي کې خلکو ته خوندي او لوړو ځایونو ته د تګ امر کړی دی. جاپان د فوکوشیما اټومي بټۍ هم خالي کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د خیبرپښتونخوا په جاجوړ کې د پاکستان د پوځ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا زرګونه کسان د باجوړ په عمري چوک کې راټول شوي چې د ښځو په ګډون ماشومان، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم دې لاریونونو ته ورغلي دي.
لاریون کوونکي د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي.
د پاکستان پوځ په سیمه کې د دوی په ټکو د "ترهګرو د له منځه وړو" په موخه دا عملیات پیل کړي دي.
په باجوړ کې دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د "مروان" په نوم د اووم ټولګي یو زده کوونکی ووژل شو. Читать дальше...
د کډوالو او ورستنېدونکو د چارواکو په خبره، له کورنیو او نړیوالو ادارو سره د "۱۲۵ تفاهملیکونو" په لاسلیکولو د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره "څه باندې ۷۸ مېلیونه ډالره مرسته" جذب کړې.
د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې د روان کال له ډیسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري.
په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري.
یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو.
د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده.
د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کیږي.
یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی. Читать дальше...
د طالبانو د حکومت کارکوونکو د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکتر غورځنګ احمد یوسفزی د خوست په ببرک تاڼې سیمه کې له تښتوونکو خلاص کړی او کورنۍ ته سپارلی دی. نوموړي د جولای پر ۲۸مه تر خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، تښتوونکو دی د ګاډي په ډیګۍ کې اچولی وو چې د طالبانو حکومتي سرتېرو د ګاډي تالاشۍ پر مهال وموند او خوشې یې کړ. غورځنګ د جولای پر ۲۵مه په جلال اباد کې خپل کلېنېک ته پر لاره وو چې وسلوالو وتښتاوه او بیا یې له کورنۍ ۷۰۰،۰۰۰ ډالر تاوان غوښت. طالب چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې څلور تنه تښتولي دي. Читать дальше...
د روسیې په کمچاتکا ټاپووزمه کې د جولای پر ۳۰مه تر زورورې زلزلې وروسته په هغه سیمه، جاپان او امریکا کې څونامي راغلې ده. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۸.۸ وو. چارواکو د جاپان په هوکایدو او د امریکا په هوايي کې خلکو ته خوندي او لوړو ځایونو ته د تګ امر کړی دی. جاپان د فوکوشیما اټومي بټۍ هم خالي کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ایران په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا یومیلیون ۸۰۰زره افغان کډوال اخراج کړي دي.
دغه وزارت نن چهارشنبې په کابل کې د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې ویلي، " دا کډوال په جبري توګه اخراج شوي".
د دغه وزارت په ټکو، پاکستان بیا په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي دي.
وړاندې راغلي چې ترکیې هم ۵۱۳۴ افغان کډوال اخراج کړي دي.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ترکیې او جرمني هم سږکال ډير شمیر افغانستان کډوال بیرته افغانستان ته دپیورټ کړل. Читать дальше...
رویټرز اژانس وايي، پر رېښتر پیمانه د جولای ۳۰مې د زلزلې زور ۸.۸ وو چې د څونامۍ شاوخوا پینځه میټره لوړې څپې یې زېږولې دي او چارواکو په ګاونډي جاپان او د امریکا په هوايي کې ګڼو کورنیو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی.
په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال کانفرانس کې داسې روباټان نندارې ته وړاندې شوي چې د سوکوهنې لوبه کولی شي. دا روباڼ په عصري ټېکنالوژۍ سمبال دي. په یاد نندارتون کې له ۸۰۰ زیاتو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړې دی.
د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره هیڅ کومه ځانګړې برنامه نه ده تنظیم شوې.
عراقچي پرون سه شنبه ( د زمري ۷مه) د اسراییل-ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د قربانیانو د یاد غونډې په څنډه کې دا خبره وکړه.
د ایران او متحده ایالتونو مرکچیانو سږ کال یوه اټومي تړون ته د رسیدو په هدف پنځه پړاوه خبرې وکړې او شپږم پړاو یې چې مسقط کې پلان شوی و، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته لغو شو.
د ایران او اسراییل د بریدونو پر دوام د متحده ایالتونو ځانګړو جنګي الوتکو... Читать дальше...
د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله.
د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې.
اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي.
تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که مسکو په لسو ورځو کې د اوکراین د جګړې په پای ته رسولو کې پرمختګ ونه کړي نو له ګمرکي تعرفو له لوړوالي او نورو اقداماتو سره به مخ شي.
د تاجکستان چارواکي وایي، د ۲۰۲۵ کال په شپږو میاشتو کې یې امنیتي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له وسله والو قاچاق کوونکو سره لس ځله جګړه کړې ده.
انټرفاکس د تاجکستان د نشه یي موادو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په حواله پرون سه شنبه ( د زمري په ۷مه) دغه راپور ورکړی دی.
خبر کې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال څلور تنه افغان قاچاق کوونکي وژل شوي او دغه راز تاجکستاني سرتیرو ۱۶۹۲ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي دي.
د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې د نشه یي موادو کرکیله زیاته شوې او د مصنوعي او نورو نشه یي موادو لابراتوارونه فعالیت په کې لري. Читать дальше...
امریکا یمن لپاره د القاعده د مشر په اړه د معلوماتو ورکولو انعام ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا انعام د هغو کره اطلاعاتو لپاره دی چې په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د مشر سعد بن عاطف العولقي ځای ځاېږي معلوم کړي.
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России