Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2025

Новости за 15.11.2025

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان یو لوړپوړی دولتي پلاوی کابل ته تللی دی. له څه باندې ۹ زرو کسانو د طب د ایګزیټ ازموینه واخیستل شوه خو یوه ښځه هم پکې نه وه. ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې بي بي سي باندې به تر ۵ میلیاردو ډالرو دعوه وکړي. افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د موی تای اتلولي خپله کړه. یو اف سي کې هم اسلام مخاچف د کمربند پر سر لوبیږي. دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ

بلوچستان اسمبلۍ د کم عمرۍ ودونو د مخنيوي قانون منظور کړ

Mashaalradio.com 

د بلوچستان اسمبلۍ په هغه صوبه کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون منظوري ورکړه.د نومبر پر ۱۴مه په بلوچستان اسمبلۍ کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي د قانون له منظورۍ وروسته وزیر اعلا میر سرفراز بګټي خبریالانو ته وویل چې د اسمبلۍ د ټولو غړو د باور ترلاسه کولو لپاره یې پرله پسې هڅې وکړې او په پای کې د قانون منظورۍ ته لاره هواره شوه. د نوي قانون له مخې د واده پر مهال باید د نجونو او هلکانو عمرونه ۱۸ کالو پورې وي او تر هغې د کم عمر په ودونو به بندېز وي. د بلوچستان کابینې د ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۲۱مه... Читать дальше...

د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس لیکلي تمه ده دا پلاوی چې پکې د تاجکستان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو او امنیتي ادارو استازي شامل دي له طالب چارواکو سره د افغانستان او تاجکستان تر منځ په امنیتي او اقتصادي مساییلو بحث وکړي. د تاجکستان حکومت لا د دغه سفر په اړه رسماً څه نه دي ویلي. باختر همداراز د طالب چارواکو په حواله لیکلي چې تمه کېږي له تاجکستاني چارواکو سره په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت د فعالیت او نورو تخنیکي مساییلو په اړه هم بحث وشي. په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د پخواني جمهوري... Читать дальше...

د مژګان ساغر شعري ټولګه ( دختر فارسي) په مصر کې په عربي ژبه چاپ شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغان شاعرې مژګان ساغر شعري ټولګه په مصر کې په عربي ژبه چاپ شوه. دا چې په خبره یې ډیری شعرونه یې پر افغان ښځو د طالبانو حکومت د محدودیتونو او ورنه اخیستل شویو ازاديو تصویر وړاندې کوي، مخکې یې یوه شعري ټولګه په جرمني ژبه هم چاپ شوې ده.

پوتین چېرې دی؟

Pa.azadiradio.com 

د "سېستېما" په نوم د ازادۍ راډيو د روسۍ څانګې تحقیقاتي ډلې موندنې ښيي چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین د هېواد په درو جلا، جلا برخو کې شاوخوا یو ډول دفترونه کاروي او کرېملېن په بیا بیا خلک د نوموړي د ځای ځایګي په اړه غولولي دي. د سېستېما ډلې خبریالانو په رسمي ویډیوګانو کې د دروازو د کونډو په څېر وړې، وړې نخښې موندلې دي. پلټنې ښيي چې رسمي ویډیوګانې د دې ښوولو هڅه کوي چې ګواکې له مسکو سره نېږدې جوړې شوې دي. تفصیل د ازادۍ راډيو د خبرونو مرکزي څانګې له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

د اسلام اباد په کلتوري مېله کې څه وي؟

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د نومبر له اوومې ۱۰ ورځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده. په دې مېله کې د خیبر پښتونخوا دوديز خواړه او لباسونه هم نندارې او خرڅ ته وړاندې شوي دي. مسوولین یې وايي د مېلې يو هدف په لاس د جوړو شویو شيانو هنرمندانو ته د کاروبار موقع برابرول هم دي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې وګورئ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په بي بي سي باندې به تر پنځو میلیاردو ډالرو دعوه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي په بي بي سي باندې به د حیثیت د اعادې په خاطر تر پنځو میلیاردو ډالرو دعوه وکړي. ښاغلي ټرمپ بېګا خبریالانو ته ویلي چې: «موږ به په هغوی د یو میلیارد او پنځو میلیاردو ډالرو تر منځ سو/دعوه وکړو. ښايي راتلونکې اوونۍ. موږ باید دا کار وکړو.» دا وروسته له هغه چې بي بي سي له ولسمشر ټرمپه بښنه وغوښته خو د یو میلیارد ډالري غرامت غوښتنه یې ونه منله. بي بي سي تورنه ده چې د ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۱ کال د جنوري شپږمې وینا یې داسې اېډېټ کړې چې ښکاره کړي ټرمپ خلک مستقیماً تاوتریخوالي ته هڅوي. Читать дальше...

د هند تر انتظام لاندې کشمير کې چاودنې ۹ کسان وژلي، ۳۰ ژوبل دي

Mashaalradio.com 

د هند تر واک لاندې د جمو او کشمیر پولیس وايي د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنې لږ تر لږه نهه کسان وژلي دي.د پولیسو یو ځايي مشر نالین پرابات د نومبر پر ۱۵مه رسنیو ته وویل چې دا برید تېر ماښام د نوګام پولیسو په مرکز کې ترسره شوی دی. نوموړی وايي، چاودنه "تصادفي" وه، او "په اړه یې نور اټکلونه غیر ضروري دي." نوموړي ویلي د پولیسو په مرکز کې چاودنه د هغو مهماتو د چاودېدو له امله شوې ده چې پولیسو مخکې نیولي ول. د نالین پرابات په وینا، په چاودنه کې ۲۷ پوليس سرتيري او درې عام وګړي ژوبل شوي هم دي. دا له هغه څلور... Читать дальше...

محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون د سیالیو د موی تای اتل شو

Pa.azadiradio.com 

افغان لوبغاړي محمد یوسف جهانګیر د اسلامي پیوستون له سیالیو د موی تای په برخه کې د سرو زرو مډال وګاټه. جهانګیر د څه باندې اویا کیلو وزن کې خپل ترکی سیال محمت علي مرج مات کړ. د دوی سیالي بیګا په ریاض کې د اسلامي پیوستون د روانو لوبو په چوکاټ کې وشوه. جهانګیر د افغانستان لومړنی لوبغاړی دی چې د اسلامي پیوستون له سیالیو د سرو زرو مډال ګټي. د اسلامي پیوستون د ۲۰۲۵ کال سیالۍ د شاوخوا ۵۷ هېوادونو تر منځ د نومبر له څلورمې پیل شوي چې تر ۲۱مې به دوام کوي. افغانستان یواځې همدا یو د سرو زرو مډال ګټلی او په شلم مقام کې دی. Читать дальше...

د غزې هنرمند د ویجاړو ودانیو له کاڼو او خاورې مجسمې جوړوي

Mashaalradio.com 

د غزې په دیرالبلح کې یو هنرمند خالد حسین د ورانو شویو ودانیو له کاڼو او خاورې مجسمې جوړوي. نوموړی وايي، په جګړه ځپلې تړانګه کې د مجسمو جوړولو مواد نه شته نو ځکه عادي خاوره او کاڼي کاروي. حسین وايي، د مجسمو له لارې د جګړه ځپلو خلکو وضعیت نړۍ ته ښوول غواړي. د رویټرز او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.




Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России