د افغانستان په یوشمیرولایتونو کې نن دوشنبې د ماشومانو لپاره د پولیو د واکسین کمپاین پیل شو. د دغه کمپاین په ترڅ کې به له پنځو کلونو کم عمره ۷،۴ ملیونه ماشومانو ته د پولیو د واکسین دوه څاڅکې ورکړل شي. په دې اړه نوریاس نوري د پولیو د واکسینو له یوه متخصص سید کمال شاه سید سره مرکه کړې او لومړی پوښتنه ترې کړې چې په افغانستان کې سړې شوې هوا ته په پام سره څه فکر کوي چې دغه کمپاین به په تیره بیا په لیرې پرتو سیمو کې بشپړتطبیق شي؟
پېښور کې پر اف سي ځواکونو ځانمرګي برید ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې
د افغانستان ۱۷ ولایتونو کې میلیونونو ماشومانو ته د پولیو واکسین لګیږي
درمندر ومړ، د هندي فلمونو دا مشهوره ستوری ۸۹ کلن وو.
دا خبرونه د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي ویلي چې د جینوا په خبرو کې "مهم ګامونه" اخیستل شوي خو له روسیې سره سوله لا هم لرې ده.
هغه دا خبره یوې غونډې ته چې په سويډن کې جوړه شوې وه په یوه ویډیويي اړیکه کې وکړه.
د اوکراین، امریکا او اروپا چارواکو د یکشنبې په ورځ په سویس کې سره ولیدل، دا غونډه وروسته له هغه وشوه چې امریکا د روسیې د نږدې څلور کلن یرغل د پای ته رسولو وړاندیز وکړ.
سپینې ماڼۍ وویل چې له اوکراین سره د جینوا خبرو د جګړې د پای ته رسولو په لور "د پام وړ پرمختګ" کړی او یو تازه چوکاټ یې رامینځته کړی... Читать дальше...
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د ماورای عدالت وژنو او د ترهګري ضد امنيتي ادارو له خوا په بندیخانو کې د خلکو د ځورونو په اړه د خپلواکو او بیړنیو پلټنو غوښتنه کړې ده.هغه خپلواکه او ناحکومتي کمېشن د نومبر پر ۲۳مه تر خپلې کلنۍ غونډې وروسته په خبرپاڼه کې ویلي، د هرې ادارې چارواکي چې په داسې "غيرقانوني کړنو کې ککړ وي، باید سزا" وويني.
کمېشن د پاکستان پر امنيتي ادارو غږ کړی چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ ضد کاروايانو پر وخت د بشري حقونو سرغړونه نه کوي، سوله ییزه مخالف غږونه دې نه خاموشه کوي او پر انټرنېټ دې هم بنديزونه نه لګوي. Читать дальше...
عزیزي وویل، اوس افغانان د کراچۍ پر ځای د ایران د چابهار بندر، چې د هند په مرسته جوړ شوی، له لارې له نړۍ سره سوداګري پرمخ بیايي.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ځانوژنې یا خودکشۍ او ځان ته د زیان اړولو پر نفسیاتي اړخ بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې په هرو ۴۵ ثانیو یا سېکنډونو کې یو کس ځانوژنه کوي. هغه سازمان دا عامې روغتیا ته ورپېښه یوه جدي ستونزه بولي او وايي، ډېری ځانوژنې په بې وزله او کمزوري اقتصاد لرونکو او مخ پر ودې هېوادونو کې کېږي. روغتیاپالان وايي، د ځان وژنې د فکر او خیال یو مهم لامل دماغي او رواني ستونزې دي چې ورته د کورنۍ، ټولنې او دولت پر کچ پام په کار دی. بشپړه خپرونه واورئ.
د هرات حوزوي روغتون ته پر ورتلونکو ښځینه ناروغانو او د دوی پر پایوازانو د برقعې پر سرولو د محدودیت له لګولو وروسته، طالبانو د دغه روغتون پر ښځینه روغتیاپالانو هم د برقعې یا چادري استعمال جبري کړی دی.
لږ تر لږه دوو ښځینه روغتیا پالانو ازادي راډيو ته تأیید کړه چې د یکشنبې په ورځ دوی تر ساعتونو انتظار او د چادریو له پیدا کولو وروسته روغتون ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړه.
د هرات د ۴۰۰ بستریز روغتون یوې ښځینه ډاکترې د موضوع د حساسیت له امله د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل، داسې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یو نیسف وايي په افغانستان کې اوږدمهاله وچکالي کولی شي کورنۍ او ډېر شمېر ماشومان پاکو اوبو ته له لاس رسي محروم کړي. یونیسف په یو بیان کې ویلي د سویلي کوریا په ملاتړ هڅه کوي په ننګرهار او غور ولایتونو کې د ۲۰ کلیو لپاره د پاکو اوبو رسولو سیستم رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یو شمېر ماشومان او د دوی کورنۍ د څښاک پاکو اوبو او د کرنې لپاره اوبو ته د نه لاس رسي له امله شکایت کوي.
۱۴ کلن اصف د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ اوسېدوکی دی. Читать дальше...
درمیندر دیول د مړینې په وخت ۸۹ کلن و. درمیندر، چې دوه میرمنې او شپږ اولادونه لري، له تېرې یوې میاشتې راهیسې ناروغه و او په کور کې یې ساه ورکړې ده.
د هند صدراعظم نریندرا مودي، ولسمشرې دروپدي مورمو او یو شمیر نورو هم د دغه وتلي فلمي ستوري د مړینې په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړه.
مودي په خپله ایکس پاڼه لیکلي: "هغه یو مشهور فلمي شخصیت و، یو خارق العاده لوبغاړی هر رول یې چې لوبولی، جذابیت او ژوروالی یې پکې راوړی."
د درمندر د جنازې لپاره ګڼ هندي فلمي ستوري د ممبۍ جوهو ښارګوټي په یوه هدیره/مرده سوزان کې ټول شوي. Читать дальше...
هندۍ او نړیوالې رسنۍ وايي، د هندي فلمونو نومیالی اداکار درمېندر دېول د نومبر پر ۲۴مه د ۸۹ کلونو په عمر کې مړ شو.هندي وزیراعظم نرېندرا مودي پر اېکس په بیان کې ویلي چې د نوموړي په مړینه "د هندۍ سینما یو دور پای ته ورسېد."
رویټرز اژانس وايي، درمېندر له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې ناروغه وو. د اژانس په وینا، د نوموړي کورنۍ لا د هغه د مړینې په اړه څه نه دي ویلي خو د امیتاب بچن په ګډون یوشمېر ادکاران د ممبۍ په جوهو سیمه کې د مړیو سوځنتون ته ورغلي چې د هغه په وروستیو مراسمو کې ګډون وکړي.
د هند اېن ډي ټي وي... Читать дальше...
د پېښور پولیسو تایید کړې چې د دوی دری ملیشه سرتیري په ننني ځانمرګي برید کې وژل شوي.
د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی.
هغه ویلي پولیسو دوه نور بریدګر مرکز ته د ننوتلو څخه مخکې په ډزو سره وژلي دي.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه صدر روډ کې موقعیت لري او نږدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی.
اخوا د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان لېږدول شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي.
پر اېف سي مرکز د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. Читать дальше...
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې دننه د درملو تولیدوونکو کارخونو او اقلامو شمېر زیاتوي، خو د درملو یو شمېر کار و باریان وايي چې د هېواد اوسنیو اقتصادي حالاتو ته په کتو په لنډ وخت کې او له بهرنیو مرستو پرته شونې نه ده چې د افغانانو د اړتیا وړ ټول درمل تولید کړای شي.
دوی که څه هم دې اعلان ته خوښ دي، خو ازادي راډیو سره خبرو کې یې اندېښنه وښوده چې له نږدې درې اوونیو راهیسې له پاکستانه او د دې هېواد له لارې له هنده په بشپړ توګه د درملو واردېدل بند شوي او په هېواد کې دننه په کافي اندازه تولید ته زمینه نه ده برابره شوې.
په افغانستان کې روغتیاپالانو له خلکو غوښتي دي چې د روان واکسیني کیمپېن پر مهال دې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي. دوی د نومبر پر ۲۳مه په خوست کې د واکسیني کیمپېن د رسمي پرانیستې پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې ټینګار وکړ چې پولیو علاج نه لري او یوازې په واکسین یې مخه نیول کېدای شي. د خوست په ګډون د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې څلور ورځنی واکسیني کیمپېن د نومبر پر ۲۴مه پیل شو. ویډيويي رپورټ.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ویلي د پېښور د ننني برید عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
هغه د پېښور د سرحدي پولیسو د یوه مرکز مخ ته ځانمرګی برید غندلی او په عین حال کې یې د لا زیاتو مرګژوبلو په مخنیوي کې د پاکستاني پوځیانو «په وخت عمل» ستایلی دی.
د پېښور پولیسو تایید کړې چې د دوی دری ملیشه سرتیري په ننني ځانمرګي برید کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی وو.
هغه ویلي پولیسو دوه نور بریدګر په ډزو سره وژلي دي. Читать дальше...
د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د اېف سي ځواک پر مرکزي دفتر په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پېښور د پولیسو مشر ډاکتر میا سعید رسنیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۴مه سهار مهال لومړی یو ځانمرګي بریدګر په وره کې چاودنه وکړه او بیا دوو وسلوالو مرکز ته د ننوتو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو ووژل. د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان لېږدول شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي. پر اېف سي هېډکوارټر د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. Читать дальше...
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د پولیو پر وړاندې څلور ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په بیان کې ویلي دي چې د نومبر له ۲۴مې څخه په پیل شوي کیمپېن کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکو شاوخوا اووه مېلیونه ماشومانو ته څاڅکي ورکوي.
د بیان له مخې، د ګوزڼ واکسیني ډلې به د کیمپېن پر مهال په ځانګړو سیمو کې موجودې وي او میندې، پلرونه او د کورنیو مشران دې خپل ټول ماشومان واکسینولو ته بوځي.
"له پولیو څخه پاک افغانستان" بنسټ د نومبر پر ۲۳مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په بیان کې... Читать дальше...
اسد کامران د خیبر پښتونخوا د کواټ سیمې یو زلمی دی چې د اسلام اباد په قایداعظم پوهنتون کې د نړیوالو څانګو په څانګه کې پر لوړو زده کړو بوخت دی.
اسد کامران په کلتوري محفلونو کې نڅا کوي او وايي د کلتور د نندارې لپاره باید په ټولنه کې د هنر دې څانګې ته وده ورکړل شي او په ښه نظر ورته وکتل شي.
د مشال راډیو وېډیويي راپور وګورئ.
وسله والو کسانو نن سهار ( دوشنبه د لیندۍ ۳مه) پیښور کې د سرحدي ملیشه سرتیرو پر یوه مرکز ځانمرګی او وسله وال برید کړی دی.
رویټرز د یوې سرچینې په حواله ویلي، یوه ځانمرګي د سرحدي پولیسو د دغه مرکز دروازې سره ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چوولي او بل هغه مرکز ته دننه شوی دی.
پر مرکز د برید کوونکو کسانو شمېر لا معلوم نه دی او سیمه د پولیسو او پوځیانو له خوا کلا بنده شوې ده.
پیښه کې سملاسي د لږ تر لږه درې کسانو د وژنې راپور ورکړل شوی دی.
د ملیشه سرحدي پولیسو دغه مرکز د پیښور د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې موقعیت لري او نژدې ورته د پوځ یو مرکز هم پروت دی. Читать дальше...
د امریکا او اوکراین چارواکي د جینوا په خبرو اترو کې د پرمختګ خبره کوي.
د دواړو هېوادونو چارواکي پرون یکشنبه په جینوا کې جرګه شوي وو او د هغه وړاندیز شوي پلان په اړه یې خبرې وکړې چې متحده ایالتونو د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په هدف جوړ کړی دی.
د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې نن د پولیو واکسین څلور ورځنی کمپاین پیلېږي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کمپاین کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ د کور په کور د واکسین د تطبیق غوښتنه کوي.
د اسراییلو پوځ وايي چې د لبنان د پلازمینې بیروت په څنډه کې یې د حزب الله دوهم نمبر مشر هیثم علي طباطبایي په هوایی برید کې وژلی دی.
حزب الله یوه وسله واله ډله او همدارنګه یو سیاسي ګوند دی.
متحده ایالات حزب الله یو ترهګر سازمان ګڼي، او اروپايي اتحادیې یوازې د حزب الله پوځي څانګه په تور لیست کې شامله کړې ده.
د یکشنبې په ماسپښین د اسراییلو له برید څو ساعته وروسته، حزب الله په یوه بیان کې تایید کړه چې هیثم علي طباطبایي، چې د دې ډلې د لوی درستیز په توګه هم پیژندل کیږي، وژل شوی دی.
متحده ایالاتو مخکې د... Читать дальше...
د فاریاب د فوټبال ټیم د لوبغاړي فرهاد عادل زندۍ شوی جسد په هرات ولایت کې موندل شوی دی.
د فاریاب د فوټبال ټیم ( سرسبز یاشلر) اعلان کړی چې پر هغه لومړی برید شوی او بیا یې جسد ځوړوند شوی دی.
په هرات کې د طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په فیسبوک کې په یوه پیغام کې فرهاد عادل د سرسبز یاشلر ټیم پخوانی لوبډلمشر یاد کړی او د هغه وژنه یې تایید کړې ده.
د فوټبالر د وژل کیدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
ټاکل شوې وه چې هغه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کورني... Читать дальше...
ایران پرون او وړمه ورځ ۲۹۲ افغان زندانیان افغانستان ته لیږدولي دي.
دا خبره په تهران کې د طالبانو د حکومت شارژدافیر ( د سفارت سرپرست) فضل محمد حقاني تېره شپه ناوخته( یکشنبه د لیندۍ دویمه) ازادۍ راډیو ته وکړه.
ایرانۍ رسنۍ وایي چې پر بېلابیلو جرمونو محکومو شویو دغو افغانانو په ایران کې د محکومیت دوره تیره کړې، خو د قانوني پړاوونو د بشپړولو لپاره د طالبانو د حکومت اړوندو ادارو ته معرفي شوي دي.
معلومه نه ده چې ایران کې دا مهال څه شمېر افغانان بندیان دي، خو طالب او ایراني چارواکو په دې وروستیو کې د بندیانو د تبادلې پروسه ګړندۍ کړې ده. Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России