لویه څارنوالۍ: حبیبالله احمدزی دې د ادعاوو په تړاو اسناد راوسپاري
![لویه څارنوالۍ: حبیبالله احمدزی دې د ادعاوو په تړاو اسناد راوسپاري](https://gdb.rferl.org/5B3F7A2A-AD8E-49EC-9EA9-14573822E342_w800_h450.jpg)
د افغانستان لویې څارنوالۍ د ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني سلاکار حبیب الله احمدزي څخه غوښتي چې ډېر ژر د خپلو ادعاوو په تړاو اسناد او شواهد د لویې څارنوالۍ مؤظف پلاوي ته وسپاري.
دغې ادارې د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیه کې وویل چې ښاغلی احمدزی دغه اسناد د رسنیو او خپل مدافع وکیل په حضور کې څارنوالانو ته وسپاري.
ښاغلي احمدزي پهدې وروستیو کې ادعا کړې چې د ولسمشر غني یو شمېر سلاکاران، وزیران او د ولسي جرګې غړې د فحشا په خپراوي کې لاس لري.
نوموړي تېرماښام د لویې څارنوالۍ د غوښتنې په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل: "څارنوالۍ ته زه بیخي حاضر شوی یم، قطعاً متمرد نه یم او نه تمرد کوم. سوالونه په هغه وخت کې کېږي چې یو حقیقت یابه ډله وي. پر هغو چې ما ادعا کړې ده د حکومت په ډېرو لوړو کرسیو کې ناست دي. ایا هغوی یې حاضر کړي دي؟ هغوی یې تعلیق کړي دي؟ دا خو قانون دی یو اړخېز جنګ چا سره نه کېږي چې د دعوا طرف دې معلوم وي."
ښاغلي احمدزي له خورشېد خصوصي ټلوېزیون سره په مرکې کې ویلي چې ځینو مېرمنو له ارګ سره د نامشروع اړیکو پر اساس ولسي جرګې ته لار موندلې ده.
خو ارګ دا تورونه ردوي او هغه یې بې اساسه او درواغ بللي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند محمد هارون چخانسوري ویلي چې احمدزي وروسته له هغه چې ولسي جرګې ته لار پیدا نهکړه، غوښتل یې بیا د ولسمشر د سلاکار په توګه په دنده وګمارل شي، خو دا غوښتنه یې رد شوه.