Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2019

Новости за 27.06.2019

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د افغانستان د سولې په پروسې خبرې کړي. د جمعې په ورځ د جي شل هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشریزه په جاپان کې پيلیږي. او په اروپا کې تودوخه زیاته شوې. دا خبرونه د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

کالاشۍ نجلۍ پښتو سندره وايي

Mashaalradio.com 

د کالاش فارسي ګله، چې هنري نوم یې اریانا دی، وايي، په سیمه کې یې د موسیقۍ لپاره اسانتیاوې نشته. نوموړې په ۲۰۱۷ز کال کې د پاکستان په کوک سټوډیو کې د ((پاریک)) په نوم کالاشۍ سندره ویلې وه. اریانا په اردو، پښتو، چترالۍ او کالاشۍ ژبو سندرې وايي. د پښتو سندره یې په ویډیو کې وګورئ.



«تابلېټ کا» ته د افغان ځوانانو لاسرسۍ اسانه دی؟

Pa.azadiradio.com 

د کابل ښار په ډېرو کمو سیمو کې ښايي «ټابېلټ کا» چې نشه راوړنکي تابلېټ دي، پيدا نه شي. استفاده کوونکي يې وايي، په یوه ټیلیفون کولو سره کېدای شي پلورونکي دا ټابلېټ د کور تر مخه درته راوړي، نور جزئیات د تمیم اخګر په دې ویډيويي راپور کې. ویډيو: شفیع کریمي او ذکریا صفري



اشرف غني د افغان سولې په اړه د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل. ولسمشر غني نن اسلام اباد ته تللی ورسېد. د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کیږي. افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې بحث ورسره کړی. غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل. پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله... Читать дальше...

تونس کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل

Pa.azadiradio.com 

د تونس په پلازمېنه کې بمي چاودنې لږ تر لږه دوه پولیس افسران ووژل. د رسنیو راپور وايي، دا یو ځانمرګی برید و چې د پولیسو موټر یې په نښه کړ. په تونس کې په‌دې وروستیو کلونو کې د سخت دريځو حملې زياتې شوي او د ډېریو مسؤلیت اسلامي دولت نومې سخت دريځې ډلې يا داعش منلی دی.  د ۲۰۱۵ میلادي کال په مارچ مياشت کې په تونس کې پر باردو موزیم په حمله کې سخت دريځو د سیلانيانو او پولیسو په ګډون ۲۱ کسان ووژل.

کندهار: په خاکرېز ولسوالۍ کې ۴ پولیس او ۱۵ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ په جګړه کې ۴ پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي. د کندهار د خاکرېز امنیه قوماندان نظر علي ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د خاکرېز ولسوالۍ په ډب خاکرېز سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ. د نظر علي په وینا په‌دغه جګړه کې چې تر سهاره‌يې دوام وکړ، څلور پولیس او ۱۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي، دوه پولیس او د ۲ قوماندانانو په ګډن ۸ وسله‌وال طالبان ټپیان شوي دي. وسله‌والو طالبانو په‌دغه جګړه کې د ۱۴ پولیسو د وژل... Читать дальше...

سټولټنبرګ: د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د ناټو د لومړیتوبونو په سر کې دی. هغه زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی او د امریکا په مشرۍ د دغه هېواد د سولې د ټینګښت له هڅو په کلکه ملاتړ کوي. سټولټنبرګ وویل چې د سولې د تأمین لپاره بې ساری فُرصت رامنځته شوی دی: "موږ د ښاغلي خلیل‌زاد د هڅو کلک ملاتړ کوو او موږ به په افغانستان کې د یوه سوله يېز او د مذاکراتو په نتيجه کې رامنځته شوي حل په خاطر خپل روزنیز او مالي ملاتړ ته دوام ورکړو." د ناټو دفاع... Читать дальше...

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو ۲ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال دوه کسان نیولي چې غوښتل يې نظامي وسلې انتقال کړي. د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې اعلاميه کې دا کسان د محب الله او نصیب شاه په نوم پېژندل شوي. دوی اعتراف کړی چې غوښتل يې د طالبانو یو شمېر وسلې د پېښور له رینګ روډ سیمې څخه په یوه بار وړونکي موټر کې کابل ته انتقال کړي او وروسته یې په بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د تروريستي فعالیتونو او عامه نظم د اخلال لپاره وکاروي. ملي امنیت ته په لاس ورغلو وسلو او مهماتو کې درې میله راکټونه، ۱۹... Читать дальше...

کاپیسا: یو پاکستانی امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د کاپیسا ولایت پولیس په تروريستي فعالیتونو کې د لاس درلودو په تور د یوه پاکستاني د نیول کېدو خبر ورکوي. د کاپيسا د پولیسو وياند عبدالشایق شورش نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې تېره شپه د کاپيسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په جنګلي سیمه کې دا پاکستانی تبعه له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې نیول شوی دی. ښاغلي شورش زیاته کړه چې له پلټنو وروسته يې له دغه کس څخه پاکستاني اسناد تر لاسه کړي دي. د ده په وینا دې کس په افغانستان کې په تروریستي فعالیتونو کې لاس درلود.

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله د سولې له پیغام سره کابل ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

د غزني د بایسکل ځغلونې لوبډله نن د پنجشنبې په ورځ د سولې له پیغام سره کابل ته راورسېده. د بدني روزنې د ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډيو ته وویل چې دغو لوبغاړو د بدني روزنې عمومي ریاست او د المپیک ملي کمېټې له‌خوا د ښه راغلاست غونډه نیول شوې وه. په‌دې اړه په جوړه شوې غونډه کې د بدني روزنې عمومي ریاست رئیس ډاکتر حفیظ‌الله ولي رحیمي د سولې په برخه کې د ورزش رول د پام وړ یاد کړ او د دغو لوبغاړو احساس‌یې د قدر وړ وګاڼه. ټاکل شوې چې د بایسکل ځغلونې دغه لوبډله له کابل وروسته د هېواد شمالي ولایتونو ته ولاړه شي.


Музыкальные новости
Карди Би

Карди Би заявила, что в этом году не выпустит альбом





Rss.plus
Россия

Армяне России поддерживают движение «Тавуш во имя Родины»




Хирург Байрамукова: массаж поможет убрать кольца Венеры на шее

Китайский автобренд VGV представил кроссоверы U70 Pro и U75 Plus в Москве

Студент из Сергиева Посада победил в региональных соревнованиях по джигитовке

Жителям Подмосковья напомнили способы передачи показаний счетчиков




کرکټ: بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د ۲۰ ولایتونو ترمنځ د درېيمې درجې کرکټ ۵۰ اوریزو سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ بغلان او سمنګان لوبډلې سره مخامخ شوې. د سمنګان لوبډلې په ٤٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٧٣ منډې وکړې. د سمنګان د ١٧٤ منډو هدف بغلان لوبډلې په ٣٩ اورونو او د ١ وېکټې په سوځېدو سره ترلاسه کړ. په‌دغه لوبه کې بغلان په ٩ وېکټو بريا ترلاسه کړه او رحمت‌الله د لوبې غوره لوبغاړى ونومول شو چې ناسوځېدلی یې ٨٣ منډې کړې وې. د ولایتونو ترمنځ د لوبو د پیلېدو هدف د کرکټ د لوبې وده او پرمختګ ښودل شوی دی.

طالبان جګړه نشي ګټلای: سټولټنبرګ

Mashaalradio.com 

سټولټنبرګ په بروکسل کې ازادي راډیو ته پرون د چهارشنبې په ورځ د خبرو پر مهال طالبان مخاطب کړل او ویې‌ویل چې جګړه نه‌شي ګټلی.

په ارزګان کې د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانېستل شو

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې نن د پنجشنبې په ورځ ۲۱۰ کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو مرکز پرانېستل شو. په‌دغه ولایت کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس فضل الرحیم حقبین د یاد مرکز د پرانېستي پر مهال وویل چې په‌دې مرکز کې د خیاطۍ، قالین اوبدولو، موبایل ترمیم او موټر ترمیم په ګډون اووه حرفې شته.  له دې سره هیلې زیاتې شوي چې په‌دې ولایت کې به ډېرو خلکو ته کاري زمینه برابره شي.

زلمي خليل‌زاد د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد نن د پنجشنبې په ورځ په دوشنبه کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره ولیدل. د تاجکستان د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر وايي چې امام علي رحمان ښاغلي خلیل‌زاد ته ويلي چې په ګډو هڅو کولای شو د ثبات، سولې او پرمختګ د تأمین لپاره له افغانستان سره مرسته کوو. په‌دې کتنه کې د اوسني حالت او د تاجکستان او امریکا د همکارۍ پر لرلید هم خبرې وشوې. د تاجکستان د جمهوري ریاست دفتر زیاتوي چې خلیل‌زاد په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات په تأمینولو کې د تاجکستان رول او برخه وستايله. Читать дальше...

د پکتیا چارواکي: لاهم د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم په‌دغه ولایت د صنعتي پارکونو ستونزه نه‌ده حل شوې. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر احمد عالمیار نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې شاوخوا ۱۲۰ بېلابېلې تولیدي فابریکې د استوګن ځایونو په منځ کې فعالیت کوي چې خلکو ته یې ستونزې یې جوړې کړې دي: "د پکتیا ولایت د شمال ختیځ په لوري دغه صنعتي پارکونه دي چې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه لري، خو وېش یې لاهم نه‌دی عملی شوی، یوازې پر کاغذ لیکل شوي او بس له بده‌مرغه سږکال هم ورته د سوداګرۍ او صنعت وزارت... Читать дальше...



Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в ТиНАО создадут новые управы районов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Шевчук

Певица Алла Пугачева встретилась с Шевчуком во время концерта ДДТ на Кипре




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Строительные леса обрушились у здания спортшколы на Новочеремушкинской улице

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


WTA

Свёнтек прошла в полуфинал турнира WTA-1000 в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru