ایران له جرمني د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو نتيجه غواړي
ايران پر جرمني فشارونه زيات کړي او د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو د نتيجو غوښتنه يې وکړه. د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف په حواله راپور ورکړل شوى چې ويلي يې دي، د اټمي تړون په موضوع کې نتايج مهم دي. ده ويلي، غواړي پوه شي چې د دغه تړون نورو شريکانو دقيقاً کومې هڅې کړي دي. د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ. خو هغه اروپايي هېواودنه چې دغه تړون يې لاسليک کړى، هڅه کوي چې دا تړون خوندي پاتې شي. Читать дальше...