سادات: غزني کې به د انتخاباتو نېټه په څو اونیو کې اعلان شي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د نېټې په اړه د بحثونو د پیل خبر ورکړ.
د دغه کمسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دغو انتخاباتو نېټه به په څو اونیو کې اعلان شي:"کمېسیون هڅه کوي څو د غزني د ولسي جرګې او د ولایتي شوراګانو د انتخاباتو امکانات برابر کړي او پهدې اړه له حکومت اونړیوالې ټولنې سره خبرې کوي. وروسته به د دغو انتخاباتو لپاره یوه نېټه وټاکل شي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو او هم د غزني د ولسي جرګې د انتخاباتو نېټه د روان لمریزکال د میزان/تلې شپږمه اعلان کړې وه، خو د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې وویل چې د میزان پر شپږمه یوازې ولسمشرۍ انتخابات کېږي.
د هغې په خبره د انتخاباتو د بودجې د کموالی، د وخت کموالی او د انتخاباتو د ښه مدیریت کولو لپاره دا پریکړه شوې ده.