ټرمپ: روسیې امریکا ته ویلي چې دوی خپل ډېری خلک له ونزوئلا ایستلي
د امریکا ولسمشر وایي چې روسیې متحده ایالاتو ته ویلي چې دوی خپل ډېری خلک له ونزوئلا څخه ایستلي دي.
ډونالډ ټرمپ دا خبره د جون پر درېیمه نېټه پر خپله ټویټرپاڼه داسې مهال کړې چې دا مهال د بریتانیا په سفر بوخت دی، خو ولسمشر پهدې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
د روسیې چارواکو سمدستي د ولسمشر ټرمپ د دې ټویټ په اړه څه نهدي ویلي.
د امریکا ولسمشر په مارچ کې پر روسیې غږ کړی و چې له ونزوئلا څخه ووځي.
دا غوښتنه وروسته له هغه شوې وه چې په ونزوئلا کې د سیاسي مخالفینو مشر خوان ګوایدو د دې هېواد د مؤقت ولسمشر په توګه د ځان د اعلانولو وروسته مسکو شاوخوا ۱۰۰ پوځي پرسونل په ونزوئلا کې ځای پرځای کړ.
خوان ګواېدو د امریکا په ګډون د څه باندې ۵۰ هېوادونو ملاتړ لري، خو د دغه هېواد سوسیالیست ولسمشر نیکلاس مادورو د روسیې او چین لهخوا حمایه کېږي.
نېکلاس مادورو په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د دې هېواد ولسمشر شو او بیا یې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د دوهمې دورې ولسمشرۍ لپاره لوړه پرځای کړه، خو دا ځل د اپوزیسیون له مخالفت سره مخامخ شو.
مخالفینو یې د ۲۰۱۸ میلادي کال په انتخاباتو کې د درغلۍ ادعا وکړه.