د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت لسګونو بندیان خوشې کوي
![د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت لسګونو بندیان خوشې کوي](https://gdb.rferl.org/11A75800-1B3F-45ED-B8A8-FA54C05ACB75_w800_h450.jpg)
د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضيایف امر کړی چې د کوچني اختر په مناسبت به لسګونو بندیان خوشې کړي.
د ازبکستان دولتي رسنيو راپور ورکړی چې د ولسمشر د فرمان پر اساس ۳۶۱ بندیان به له زندانه خوشې شي او د ۲۱۴ نورو زندانيانو د بند موده به کمه شي.
تر دې مخکې د ازبکستان پخواني ولسمشر اسلام کریموف هېڅکله د اختر په ورځو کې د زندانيانو د راخوشې کولو امر نهوو کړی.
ازبکستان تر دېرش میليونه زیات نفوس لري او د پخواني شوروي اتحاد له پنځو غړیو هېوادونو څخه دی چې اسلامي دودونه مراعت کوي.