غني: غواړم د کابل او اسلامآباد تر منځ نوې تاریخي پاڼه پرانېزم
ټاکل شوې ده افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مياشت کې دننه پاکستان ته سفر وکړي.
ولسمشر غني نن د اختر په مناسبت په جمهوري ریاست ارګ کې د خبرو پر مهال وويل چې د چنګاښ مياشتې په شپږمه نېټه اسلام اباد ته ځي چې د ده په وینا د دواړو هېوادونو تر منځ نوې تاریخي پاڼه پرانېزي: "تدبير، زغم او منسجم تفکر ته اړتيا ده چې یوه تاریخي پاڼه پرانېستل شي. پر وخت باید پر مخ ولاړ شو چې د عملي لارې يوې نقشې ته ورسېږو او نتيجه يې د افغان او پاکستاني ملتونو د اعتماد وړ وي."
ولسمشر غني تېره اوونۍ د اسلامي همکاریو سازمان سرمشريزې په څنډه کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم ولیدل او د سولې د بهير په اړه یې خبرې وکړې.
همدا راز د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره ورځ پاکستان ته خپل سفر پای ته ورساوه او ويې ویل چې د افغانستان د سولې له بهیر سره د اسلاماباد همکاري د سولې په ګټه ده.