اردوغان: له روسیې د راکټي سیسټم پېر د فشار له کبله نه لغوه کېږي
د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي چې هېواد به یې له روسیې څخه د دفاعي راکټي سیسټم پېر د امریکا او ناټو د فشار له کبله نه لغوه کوي.
د ترکيې انادولو خبري اژانس د اردوغان له قوله راپور ورکړی چې له روسیې سره د «اېس څلور سوه» راکټونو د پېرلو توافق شوی دی او انقرې د دې توافق د عملي کولو پرېکړه کړې ده.
ده نن د اختر تر لمونځ وروسته له خبريالانو سره خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د پيټرياټ راکټونو د پيرلو په اړه د امريکا وړانديز د روسیې تر وړانديز ښه نه وو.
له روسیې د دفاعي راکټي سیسټم د پیرلو په اړه د انقرې توافق د ترکيې او امریکا تر منځ اړيکې ترینګلي کړي دي.
تردې مخکې د امريکا په دفاع وزارت کې د نړيوال امنیت په برخه کې سرپرستې مرستيالې کاترين ويبارجر تېره اوونۍ ويلي وو چې د ترکیې لهخوا له روسیې څخه د دفاعي راکټي سيستم پیرل به ناوړه پایلې ولري.