د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې چاودنې ۱۰ کسان وژلي
د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د اختر په لومړۍ ورځ په چاودنه کې لس کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د پوليسو وياند احمد جاوېد بشارت نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل چې دا پېښه په نهرین ښار کې شوې.
پر موټر سايکل ځای پر ځای شوی ماین داسې مهال وچاودېد چې لمونځ کوونکي د اختر له لمانځه وروسته له جوماته راوتل.
د چاودنې په نتيجه کې لس کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي. ټول يې ملکي کسان وو.
ده زیاته کړه چې ټپيان د نهرین مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د دې پيښې مسئولیت تر اوسه هېڅ ډلې نهدی اخېستی.
خو په افغانستان کې په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او داعش ډلې حملې په دې وروستیو کې زیاتې شوي دي.