د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي
![د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي](https://gdb.rferl.org/64C7C853-D1FB-4394-AC02-5A796E65A9F0_cx28_cy31_cw31_w800_h450.jpg)
د صربیا په پایتخت بلګراد کې دوه تنه افغانان په جلا جلا پېښو کې مړه شوي دي.
د جرمني خبري اژانس وايي، یو ۲۱کلن افغان د چهارشنبې په شپه د بس یو تم ځای ته نږدې د چاقو په وسیله په برید کې وژل شوی دی.
په راپور کې ویل شوي دي چې تر دې پېښې یوه ورځ وروسته یو بل افغان چې شپاړس کلن و، د کډوالو د استوګنې په کمپ کې په چاړه وهل شوی او وژل شوی دی.
دا دغلته د کډوالو افغانانو ترمنځ خپل منځي اخ او ډب بلل شوی دی.
د صربیا پولیسو دواړه پېښې له یو بل سره تړلې بللي او ویلي یې دي چې شپاړس کلن افغان کډوال د ۲۱کلن افغان په وژلو کې لاس درلود.
ویل کېږي چې په دې پېښو کې یو بل لاس لرونکی چې هغه هم افغان کډوال دی، ګاونډي هېواد کروشیا ته د تېښتې پر مهال وژل شوی دی.
په صربیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو وضعیت خراب بلل شوی.
د جرمني خبري اژانس په وینا، هغوی تر سختې څارنې لاندې په نامناسبو کمپونو کې ساتل کېږي.