په زابل ولايت کې په ناامنو سيمو کې پوځي عمليات پيلېږي
![په زابل ولايت کې په ناامنو سيمو کې پوځي عمليات پيلېږي](https://gdb.rferl.org/C268C0EA-73ED-4D78-8697-87DD2299A41E_w800_h450.jpg)
د زابل ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې د وسله والو پرضد پوځي عمليات پيلوي.
د والي وياند وايي، په دې هدف تر اختر مخکې دغه ولايت ته د کورنیو چارو وزارت د پوليسو ٢٠٠ کسيزه قطعه رسېدلې ده.
ګل اسلام سيال نن ازادي راډيو ته وويل، د عملياتو ډېر تمرکز به ناامنې سيمې وي.
ده وویل:
"د دې لپاره چې پراخ عمليات وشي، دا قطعه راورسېده، په وروستيو کې کوم ګواښونه او راپورونه شته چې ګوندې دغو سيمو ته طالبان راځي او پر افغان ځواکونو او پوستو حملې پلانوي، هلته به عمليات وشي چې وضعيت عادي شي."
تېره اوونۍ د دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هم زابل ته د سفر پر مهال د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې د پوځي عملياتو پر پيل بحث کړى و.
چارواکي وايي، د زابل خاک افغان ولسوالي له څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې ده.