ایران پر خپل يوه صنعتي شرکت د امريکا پر بنديزونو انتقاد وکړ
![ایران پر خپل يوه صنعتي شرکت د امريکا پر بنديزونو انتقاد وکړ](https://gdb.rferl.org/6B81296B-0406-495B-A5C3-0CFEC6222058_w800_h450.jpg)
د ايران د بهرنيو چارو وزارت د ايران پر يوه صنعتي شرکت د امريکا د متحدو ايالتونو پر بنديزونو انتقاد وکړ.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي نن وويل:
"يوه اوونۍ کافي وه چې له ايران سره د امريکا د ولسمشر د مذاکرو ادعا پوچه ثابته کړي."
د واشنګټن له خوا د فارس خليج د پتروشيمي صنعت پر شرکت بنديزونه د هغو اقداماتو لړۍ ده چې هدف يې پر تهران فشار راوستل دي، څو د خپلو اټمي او باليستيک توغنديو پروګرامونو د محدودولو لپاره پر موافقه مذاکره وکړي.
دغه بنديزونه چې پرون اعلان شول، د ايران د پتروشيمي صنايعو دغه شرکت ٣٩ نور مرستندوى شرکتونه او په بهر کې د خرڅلاو عاملان په نښه کوي.
د امريکا د خزانې وزرات ويلي، د فارس خليج د پتروشيمي صنايعو شرکت هغې کمپنۍ ته مالي ملاتړ برابروي چې د ايران سپاه سپاسداران انقلاب ځواک يې کنټرولوي.
د ايران دغه ځواک تر دې مخکې د امريکا له خوا د بهرنيو ترورېستي سازمانونو په لېست کې شامل کړاى شوى دى.