په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي
![په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي](https://gdb.rferl.org/A3A45981-93C6-4017-8B98-5654B7682130_cx0_cy11_cw0_w800_h450.jpg)
په قزاقستان کې پوليسو نن لسګونه مظاهره چيان نيولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په انرژۍ غني دغه هېواد کې نن د ولسمشرۍ تر وخت مخکې انتخابات روان دي.
اټکل کېږي چې د دغه هېواد موقت رهبر قاسم جومارت توقايف به د پخواني دکتاتور ولسمشر نور سلطان نظربايف د ځای ناستي په توګه په اسانۍ بريا خپله کړي.
د قزاقستان تر ټولو لوى ښار الماتي کې تر ١٠٠ زيات مظاهره چيان نيول شوي دي.
دوى له دغو انتخاباتو سره د پرېکون غوښتنه کوله چې توقايف له شپږو نورو کانديدانو سره چې حکومت تأييد کړي، ورته ولاړ دى.
د ازادي راډيو د قزاقۍ څانګې د خبريال په ګدون، ګڼ بهرني او محلي ژورنالېستان هم په الماتي کې د لنډې شېبې لپاره نيول شوي وو.
په پلازمېنه نورسطان کې هم پوليسو د سياسي مخالفانو لسګونه ملاتړي چې په مظاهرو راوتلي وو، له ګڼو هغو ژورنالېستانو سره نيولي چې د دې جريان په اړه يې راپور ورکاوه.
د قزاقستان د پلازمېنې نوم پخوا استانه و چې په وروستيو کې يې نوم ته اړول شوى دى.