ایران له جرمني د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو نتيجه غواړي
![ایران له جرمني د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو نتيجه غواړي](https://gdb.rferl.org/A53E1723-1EE2-4637-B210-E3A762DD06A5_cx35_cy18_cw32_w800_h450.jpg)
ايران پر جرمني فشارونه زيات کړي او د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو د هڅو د نتيجو غوښتنه يې وکړه.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظريف په حواله راپور ورکړل شوى چې ويلي يې دي، د اټمي تړون په موضوع کې نتايج مهم دي.
ده ويلي، غواړي پوه شي چې د دغه تړون نورو شريکانو دقيقاً کومې هڅې کړي دي.
د امريکا د متحدو ايالتو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له دغه تړون څخه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان وکړ.
خو هغه اروپايي هېواودنه چې دغه تړون يې لاسليک کړى، هڅه کوي چې دا تړون خوندي پاتې شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير ويلي، اوس غواړي له خپل جرمن سيال څخه واوري چې جرمني له ايران سره د خپلو اقتصادي اړيکو د عادي کولو لپاره کوم ګامونه پورته کړي دي.
تهران تېره مياشت خبردارى ورکړى و چې که اروپايي هېوادونه ونه کړاى شي چې د تېلو پر صادراتو او بانکدارۍ بنديزونه راکم کړي، ايران به د اټمي تړون د مهمو محدوديتونو له عملي کولو ډډه وکړي.