د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې ۳۰ مظاهره چیان نیولي
د قزاقستان پولیسو په الماتا ښار کې چې د دې هېواد لوی ښار دی، ۳۰ تنه مظاهره چیان نیولي دي.
دې اعتراض کوونکو غوښتل چې د ښار په مرکز کې د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر رسمي نتایجو اعتراض وکړي.
نړیوالو څارونکو د دې هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتایج له اساسي ازادیو څرګند سرغړاوی بللی دی.
د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان څارونکو نن وویل، د سوله ییزو اعتراض کوونکو د نیولو په شمول د خلکو اساسي حقونو ته ناپامي او د انتخاباتو په ورځ پراخې بې نظمۍ د ولسواکۍ معیارونو ته د درناوي د نشتوالي څرګندونه کوي.
د قزاقستان د انتخاباتو کمېسيون نن وویل چې قاسم جومارت تکایف له درې لسیزو وروسته په دې هېواد کې په لومړنیو انتخاباتو کې ۷۱ په سلو کې رأیې خپلې کړي دي.
د یکشنبې په ورځ د دې هېواد انتخابات د حکومت د سلګونو مخالفانو له نېول کېدو سره یوځای ترسره شول.
قاسم جومارت تکایف د قزاقستان موقت ولسمشر او د ولسمشرۍ د څوکۍ کاندید پرون په یوه خبري غونډه کې د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له هغو مظاهرو چې اعتراض کوونکي په کې د ده پر ضد شعارونه ورکوي، خبر دی، وویل:
"هو زه پوهېږم، بېلابېل راپورونه مو تر لاسه کړي، دا د هغوی انتخاب دی، که خلک داسې شعارونه ورکوي، زه څه کولای شم؟"
اعتراضونه د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال پیل شوي او د انتخاباتو په ورځ یې هم دوام وکړ.
معترضان وايي، دا انتخابات عادلانه نه دي.