د خوست په صبریو کې د حقاني شبکې ۱۲ وسله وال وژل شوي
چارواکي وايي چې د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په ځمکنیو او هوايي عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۲ سرګروپان وژل شوي دي.
نن د دوشنبې په ورځ ناوخته د خوست د ملي امنیت ریاست رسنیز دفتر ازادي راډيو ته وویل چې د وسله والو یادو قوماندانانو او سرګروپانو په خپلو کې ناسته درلوده چې د ځانګړو ځواکونو تر برید لاندې راغلل.
سرچینه زیاتوي چې یادو وسله والو د خوست د اړوندو سیمو په ډېریو وسله والو بریدونو کې لاس درلود.
بل لوري ته په همدې ورځ د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست له خوا هم رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په صبریو کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د حقاني شبکې دولس قوماندان او سرګروپان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې دا بریدونه د حقاني شبکې پر مرکزونو هدفمند بلل شوي او زیاته شوې چې درې مشکوک کسان يې هم نیولي دي.
د دې تر څنګ په خوست کې د ملي اردو د اولې لوا رسنیز دفتر هم ازادي راډيو ته ویلي چې په یادو عملیاتو کې تر شلو زیات وسله وال وژل شوي چې پاکستاني وسله وال هم په کې دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو یا کومې بلې سرچینې رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.