د بایسکل ځغلونې ټيم د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف سیالۍ کوي
![د بایسکل ځغلونې ټيم د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف سیالۍ کوي](https://gdb.rferl.org/C31E8754-DC1D-41EF-8A92-02471DADAC42_cx24_cy27_cw42_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بایسکل ځغلونې ملي ټيم د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف سیالۍ ترسره کوي.
د دغه فدراسیون مشر محمد حسین حمیدي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبې د ۱۱ ټيمونو ترمنځ ترسره کېږي: "د راتلونکې اوونۍ په پیل کې موږ د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره کوو، هدف دا دی څو له افغان ځواکونو ملاتړ وشي، پهدې سیالیو کې له ۲۵۰ ډېر لوبغاړي ګډون کوي."
نوموړي وویل، غوره لوبغاړو ته به جایزې هم ورکړل شي.