امریکا: د تېلو پر بېړیو برید کې د ایران د سپاه پاسدران ځواک لاس لري
د امریکا پوځ یوه ویډیو خپره کړې چې په وینا یې د عُمان په خلیج کې د تیلو په دوو لېږدونکو بیړیو وروستي برید کې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواک لاس لرل څرګندوي.
دا پهسیمه کې د تاوتریخوالي تازه پېښه ده چې امریکا او متحدان یې پهکې تهران ملامتوي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، دا ویډیو ښيې چې د ایران د سپاه پاسدران انقلاب د کښتیو عملې یو ناوچاودی ماین د یوې هغې تیل لېږدونکې بیړۍ څخه لېرې کوي چې برید پرې شوی.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ ویاند بیل اوربان په یو بیان کې ویلي:"په سیمهییز وخت د مازیګر په څلور بجو او لس دقیقو د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک د ګزمې یوه کښتۍ د کوکا کریجیس «Kokuka Courageous» په نوم بار وړونکې بیړۍ ته نژدې شوه چې څارل کېده او ثبت شوې چې ناچاودې ماین یې له دې کښتۍ لېرې کړی."
چارواکو «سي.اېن.اېن» ټلوېزوني شبکې ته ویلي، پنټاګون باور لري چې دا د ایراني ځواکونو لهخوا پهدې پېښه کې د خپلې ښکېلتیا د شواهدو د لېرې کولو هڅه وه.
په ملګرو ملتونو کې د ایران د استازي دفتر د پنجشنبې په ورځ وویل:"دوی په قطعي توګه د امریکا دا بې اساسه ادعا ردوي." چې ګوندې دوی د عمان په خلیج کې په تازه برید کې ښکېل و.
تردې مخکې د ورځې په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست استازي جاناتن کوهین د امنیت شورا ته وویل، څو د هغې روښانه ګواښ په وړاندې ودریږي چې تهران په سیمه کې رامنځ ته کړی.
کوهین د امنیت د شورا د تړلو دروازو تر شا له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "دا بریدونه نړیوالې سولې او امنیت ته د ایران لهخوا پېښ څرګند ګواښ دی."