د کرکټ سيالۍ: انګلستان له ويسټ انډيز سره مسابقه روانه ده
د کرکټ د ٢٠١٩میلادي کال د نړيوال جام د سيالو په لړ کې د انګلستان او ويسټ انډيز ترمنځ مسابقه روانه ده.
د انګلستان په ساوت هامپټون «Southampton» لوبغالي کې د دې لوبې پچه يا ټاس انګلستان ته وګاټه، خو ويسټ انډيز ته يې د لوبې د پيلولو بلنه ورکړه.
پرون د باران له کبله د هندوستان او نيوزيلنډ ترمنځ مسابقه ونه وشوه.
په انګلستان او وېلز کې د دغو مسابقو په لړ کې سبا شنبې افغانستان له جنوبي افريقا سره د مسابقې ډګر ته وځي.
په پام کې ده د وېلز په کارديف لوبغالي کې دغه مسابقه د افغانستان پر وخت د مازيګر پنځه بجې پيلېږي.