پاکستان له هنده نړيوال جام کې لوبه نه ده ګټلې
![پاکستان له هنده نړيوال جام کې لوبه نه ده ګټلې](https://gdb.rferl.org/e44653ad-1fa7-4fb6-82a2-2ab572f47da5_tv_w800_h450.jpg)
په انګلېنډ کې د کرکټ نړيوال کپ سيالۍ دوام لري. په دې سياليو کې د يکشنبې په ورځ د دوو روايتي سيالانو ((پاکستان او هند)) ترمنځ په مانچسټر ښار کې لوبه کېږي. د دواړو لوبډلو مينه وال دغه ښار ته د لوبې کتو لپاره ورغلي او په دې لړ کې يوه دستوره هم شوې.