چارواکي: په تخار ولايت کې ٨ وسله وال طالبان وژل شوي
په تخار ولايت کې د ملي اردو چارواکي وايي، په اشکمش ولسوالۍ کې د پوځي عملياتو له کبله ٨ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند غلام حضرت کريمي نن ازادي راډيو ته وويل، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ٨ وسله والو طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ١٢ تنه نور وسله وال ټپيان شوي دي.
کريمي وايي، د دغو عملياتو په لړ کې د وسله والو طالبانو د سوق او ادارې څو مرکزونه هم ويجاړ کړاى شوي او په سيمه کې عمليات لا هم روان دي.
تر اوسه د وسله والو طالبانو ويندويانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.