د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی
![د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر علي وزیر نن محکمې ته بیول شوی](https://gdb.rferl.org/031BC731-C5BF-4AB3-BD9C-F3C2966C7AF3_cx7_cy35_cw82_w800_h450.jpg)
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان د پارلمان غړی علي وزیر نن دوشنبه په بنو کې محکمې ته وروستل شو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غړي حنیف پښتون د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې علي وزیر نن په ډاډه زړه محکمې ته ورغی او دوی به له قانون سره سم د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي.
ده وویل: عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال علي وزیر ډېر مطمئین و او هم دا ډاډ موږ خپل ولس ته ورکوو چې په دا جېلونو او وهلو ټکولو باندې هېڅ څوک موږ نه شي ډارولی، زموږ حوصلې تر پخوا هم لوړې دي او موږ به د قانون تر سیوري لاندې خپل جهدوجهد جاري ساتو.
د جنوبي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر د مې په شپږویشتمه د شمالي وزیرستان د خړ کمر تر پېښې وروسته بند ته اچول شوی دی.
تر هغه وروسته د پاکستان د پارلمان بل غړی او د پښتون ژغورنې یو مشر محسن داوړ هم بندي شوی دی.
علي وزیر او محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي پوځ تورنوي چې د مې په ۲۶مه یې په خړ کمر کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې کړي، ۱۳ کسان یې وژلي او تر ۴۰ زیات یې ټپیان کړي.
د پاکستان پوځ بیا ادعا کوي چې د علي وزیر او محسن داوړ په مشرۍ د دوی پر یوه پوسته برید وشو چې د دوی پنځه عسکر یې ژوبل کړل او د پوځ په ځوابي ډزو کې د دوی په وینا یوازې درې ولسي کسان وژل شوي دي.