پوځ دې په سیاسي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي: اڅکزی
![پوځ دې په سیاسي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي: اڅکزی](https://gdb.rferl.org/352bdce6-8be7-4f79-9d1b-ca1d641331b9_tv_w800_h450.jpg)
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د پاکستان امنیتي ادارې دې د هېواد په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي. دا خبره نوموړي د جون پر ۲۲مه په کوټه کې د ګوند پخواني مخکښ مشر عبدالرحیم مندوخېل دویم تلین غونډې ته په وینا کې وکړې. پوځ په بیا بیا په سیاسي چارو کې د مداخلې تورونه رد کړي. د غونډې ګډونوالو د مندوخېل پر ژوند او کار مقالې واورولې چې په اړه یې تفصیل په ویډیويي رپورټ کې وګورئ.