د ترکيې په استانبول کې نن بيا د ښاروالۍ ټاکنې کېږي
د ترکيې په استانبول ښار کې رأيه ورکوونکي نن بيا د ښاروالۍ په لانجمنو ټاکنو کې برخه اخلي.
مخکې دغه انتخابات د اپوزيسيون کانديدانو ګټلې وو، خو دغه نتيجې وروسته له هغې لغوه شوې چې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دغو ټاکنو کې د سرغړونو ادعا وکړه.
د دغو ټاکنو لپاره کمپاينونه پرون پر ځايي وخت د ماښام شپږ بجې پاى ته ورسېدل او د رأيې ورکولو مرکزونه نن سهار پرانيستل شول.
وروسته له هغې چې د اپوزيسيون کانديد اکرم امام اوغلو د مارچ د ٣١مې په ټاکنو کې زياتې رأيې وګټلې، ولسمشر ادعا وکړه چې په دغو ټاکنو کې سرغړونې او درغلۍ شوې دي او له سره يې د نويو انتخاباتو غوښتنه وکړه.
د امام اوغلو بريا د ولسمشر اردوغان د واکمن عدالت او پرمختګ ګوند لپاره يوه ضربه ګڼل شوې وه.
د انتخاباتو عالي بورډ د مې په شپږمه په استانبول کې د ښاروالۍ د ټاکنو نتيجې بې اعتباره اعلان کړې او ويې ويل چې د جون په ٢٣مه به تازه ټاکنې وشي.
پر دې پرېکړه په نړيواله سطحه انتقادونه وشول.