له سوریایانو وروسته افغانانو په اروپایي هېوادونو کې ډېره پناه غوښتې
![له سوریایانو وروسته افغانانو په اروپایي هېوادونو کې ډېره پناه غوښتې](https://gdb.rferl.org/3C952393-430A-41E3-BAF2-EC3EA3C8B27A_cx1_cy7_cw61_w800_h450.jpg)
تېر ۲۰۱۸ میلادي کال له سوریایانو وروسته ډېرو افغانانو د اروپایي اتحادیې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنې کړي دي.
د دغې اتحادیې د پناه ورکولو د چارو ادارې EASO د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۶۶۵ زره کسانو له اروپایي هېوادونو د پناه اخیستو غوښتنې کړي چې د وړم ۲۰۱۷ کال په نسبت په سلو کې لس کموالی ښیي.
د سوریایانو شمېر ۸۵ زره او د افغانانو ۴۷ زره او ۲۵۰ تنه ښودل شوی.
جرمني بیا هم د اروپایي اتحادیې هغه هېواد بلل شوی چې ډېرو کسانو ورڅخه د پناه غوښتنه کړې، په دوهم ځای کې فرانسه ورپسې یونان، اېټالیا او هسپانیا دي.