اشرف غني د افغان سولې په اړه د پاکستان له صدراعظم سره ولیدل
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغان سولې د پروسې په اړه نن پنجشنبه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولیدل.
ولسمشر غني نن اسلام اباد ته تللی ورسېد.
د دې سفر په نتيجه کې د افغان سولې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو تمې کیږي.
افغان ولسمشر د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یو په یو لیدلي او د افغان سولې د پروسې په اړه یې بحث ورسره کړی.
غني له عمران خان سره تر لیدلو مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم ولیدل.
پاکستان ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره خپله وسه کوي او د دغه هېواد ثبات د پاکستان لپاره مهم دی.
ولسمشر غني به دوه ورځې په پاکستان کې وي.
د ارګ ماڼۍ د یوه بیان له مخې د سولې د پروسې تر څنګ به سیمهییز اتصال، سوداګري او ترانزیت هم له پاکستاني چارواکو سره د ولسمشر غني د خبرو موضوع وي.