نامعلومو وسله والو په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو غړی وژلی
نامعلومو وسله والو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو جګپوړی غړی په ډزو وژلی دی.
عوامي نېشنل ګوند پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي چې وسله والو د شنبې په ورځ د یاد ګوند د پېښور ضلعې مشر سرتاج خان وژلی دی.
د پېښور د لیډي ریډېنګ روغتون ویاند عاصم ازادي راډیو ته په خبرو کې د سرتاج خان د مړینې پخلی کړی دی.
وسله والو پر نوموړي دغه مرګونی برید د پېښور ښار په ګلبهار سیمه کې کړی دی.
سرتاج خان د عوامي نېشنل ګوند مخکښ غړی و چې د پېښور په تېرو
بلدیاتي انتخاباتو کې یې د ځايي کونسلر څوکۍ هم ګتلې وه او په دې وروستیو کې د یاد ګوند د پېښور ضلعې مشر ټاکل شوی و.
د یادونې وړ ده چې د عوامي نېشنل ګوند د دغه مشر د وژنې مسؤلیت لا تر دې دمه چا نه دی منلی.