غزني کې چارواکي د شپږو طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي
د افغانستان په جنوب کې د غزني ښار اړوند په قره باغي او ارزو سيمو کې تېره شپه او نن غرمه د دولتي ځواکونو په عملياتو کې ۶ طالبان وژل شوي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د چهارشنبه په ورځ (میزان ۱۰مه) وویل، په وژل شویو کې درې تنه پاکستانیان دي.
ښاغلي نوري وویل: "په يادو عملياتو کې د طالبانو يوه اندازه وسلې د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي او د قره باغي په سيمه کې د چاوديدونکو موادو يوه ډيپو له منځه وړل شوې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د غزني چارواکو تر دې وړاندې د غزني په اندړ او اب بند ولسوالیو کې هم د ۱۴ مخالفینو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.
طالبانو تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.