چارواکي: په بلخ کې په هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي
![چارواکي: په بلخ کې په هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/26C6D4D9-FB7B-4175-A0EA-D51667DAFB0F_w800_h450.jpg)
۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، په بلخ ولایت کې په هدفي هوايي حملو کې اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د دغې قول اردو په یوه اعلامیه کې راغلي چې نن شااوخوا نهه نیمې بجې په اسیاب شراف کلي او د چمتال ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې هوايي حمله وشوه.
د اعلاميې له مخې، دا لومړني معلومات دي او په دې اړه به نور جزئيات وروسته له رسنیو سره شریک شي.