د هند او پاکستان "ممکنه اټومي جنګ ۱۰۰ميليونه وګړي وژلی شي"
د کشمير پر سر د پاکستان او هند حالات تر دې حده تريننګلي دي چې څيړونکي وايي يوې داسې جګړې ته لار برابروي چې په ميليونونو خلکو ژوند ته خطر پېښولی شي. هند د اګست په پنځمه تر خپلې ادارې لاندې کشميره خودمختاره حيثیت واخيست او په بشپړه توګه یې د هېواد سره ورګډ کړ.