موحد: د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې۴۰ کسان مجازات کړل
![موحد: د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې۴۰ کسان مجازات کړل](https://gdb.rferl.org/F46062E1-DB7A-4197-BAE0-9F186E499AC7_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د عدلي او قضايي مرکز محکمو نږدې څلوېښت کسان مجازات کړل.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د میزان د میاشتې په لسمه نېټه ازادي راډیو ته وویل چې د (۲۹) پېښو په تړاو یې (۳۷) کسان نیولي او بیا د دې مرکز د ابتدائیه او استیناف محکمو له خوا له شپږو میاشتو څخه نيولې بیا تر (۱۶) کالو پورې په بند باندې محکوم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې امنیتي ادارو په دې وروستیو کې (۱۲) نور تورن کسان هم نیولي او تر هغه وروسته يې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي کړي دي.