د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د هیروئینو ۴ قاچاق کوونکي ونیول شول
![د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د هیروئینو ۴ قاچاق کوونکي ونیول شول](https://gdb.rferl.org/0D9D6DFD-BE7A-4A1C-B0CD-E756213B3E39_w800_h450.jpg)
د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې څلور قاچاق کوونکي د هیروئینو د قاچاقو پر مهال ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا څلور کسان په داسې حال کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې ونیول شول چې په خپلو سفري بکسونو او خېټو کې یې درې کیلو ګرامه هیروئین قاچاق کول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د درې میاشتني راپور پر اساس په تېرو درېيو مياشتو کې (۵۵) نور کسان هم نیول شوي چې د هوايي ډګرونو له لارې یې بهر ته نشه يي مواد قاچاق کول.