جلال اباد کې د څلورو وروڼو وژل کېدو څېړنه؛ "ځینې سرغړونې" موندل شوي
![جلال اباد کې د څلورو وروڼو وژل کېدو څېړنه؛](https://gdb.rferl.org/C1AF9C04-77AD-4E5E-B098-E45F4E751A10_w800_h450.jpg)
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، څېړنې ښيي چې په جلال اباد ښار کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په هغو عملیاتو کې سرغړونه شوې چې څلور وروڼه پکې ووژل شول. خو چارواکي د اوس لپاره په دې اړه جزئیات نه وړاندې کوي.