عمران خان په یوه رسمي سفر تهران ته ځي
پاکستاني چارواکي وايي چې صدراعظم عمران خان به تهران ته ولاړ شي.
تقریبا دوه اونۍ مخکې امریکا له عمران خان څخه غوښتنه کړې وه چې د تهران او ریاض ترمنځ د هغه کړکېچ په هوارۍ کې مرسته وکړي چې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو تر حملې وروسته را ولاړ شوی دی.
د عمران خان د دفتر یوه لوړ رتبه چارواکي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي چې عمران خان به د شنبه یا یک شنبه په ورځ تهران ته لاړ شي.
دواړو سرچینو د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي ځکه ټاکل شوې چې عمران خان په نږدې وخت کې سعودي عربستان ته هم لاړ شي. هغوي ویلي، دا نه ده څرګنده چې عمران خان د منځګړیتوب له نظر سره موافقه کړې که نه.