په ننګرهار کې څه د پاسه ۴۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول
په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه څلوېښت کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول شول.
د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مبارز اتل ازادي راډیو ته وویل: په لومړۍ پېښه کې د میزان د میاشتې په ۱۵مه نېټه پولیسو د جلال اباد ښار په پنځمه او نهمه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې څه د پاسه شپږ کیلو ګرامه هیروئین او (۳۰) کیلو ګرامه چرس نيولي دي، دغه ډول پولیسو په دوهمه پېښه کې په غني خېلو ولسوالۍ کې څه د پاسه پنځه کیلو ګرامه هیروئین او نږدې څلور کیلو ګرامه چرس ونیول.
د دې موادو د ساتنې او قاچاق په شک څلور کسان نیول شوي دي.