د افغانستان د ووشو ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ چین ته ځي
د افغانستان د ووشو فدراسیون وايي، د ورزشکارانو یوه ۹ کسیزه لوبډله به د وشو نړیوالو سیالیو کې چې تمه ده په چین کې پیل شي، ګډون وکړي.
د دغه فدراسیون ريیس سیدرحمان یورش ازادي راډیو ته وویل، افغان ورزشکاران له تېر یوه کال راهیسې تمرین کوي او د لوبو لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی دی.
ښاغلی یورش وايي، دا سیالي به د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۷مه د ۱۷۲ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ په چین کې پیل شي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې به دوام وکړي.
د افغانستان د وشو فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ووشو نړیوالې سیالۍ په دوو کلونو کې یو ځل په اسیايي یا هم اروپايي هېوادونو کې کېږي.