"د اوکراین حکومت په ختیځو سیمو کې د جګړو ختمېدل غواړي خو نه په هره بیه"
![](https://gdb.rferl.org/47E02EF2-30AC-49D6-B6D8-097425E9C007_w800_h450.jpg)
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په بروکسل کې اروپایې پارلمان ته ویلي چې کیف د اوکراین په ختیځ کې د جګړو د ختمیدو په لټه کې دی، خو نه په هره بیه.
وادیم پریستایکو د دوشنبه په ورځ (اکټوبر ۱۴مه) د یاد پارلمان د بهرنیو چارو کمیټې ته په وینا کې وویل چې هېواد یې خپل قانون د روسیې په خوښه نه بدلوي.
د همدې ورځي په لومړیو کې نوموړي په یوې مرکې کې ویلي وو، که کیف او د اوکرایین په ختیځ کې مسکو پلوه بیتون پال وکولی شي اوربند وساتي، د نومبر په نیمایي کې به د سولي خبرې وشي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دا هم ویلي چې د اوکرایین، روسیې، فرانسې او جرمني دا سرمشریزه به د مسکو لپاره وروستی چانس وي چې د اوکراین په ختیځ کې د جګړو ختمولو په هڅو کې په جدي ډول ښکېل شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره اونۍ روسیه تورنه کړه چې دا سرمشریزه ځنډوي، ځکه مسکو وایې کیف باید لومړی له هغې سیمي خپل سرتیري وباسي.
د ۲۰۱۴ کال له اپریل راهیسي چې د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو او مسکو پلوه بیلتون غوښتونکو ترمنځ جګړې پیل شوي، شاوخوا ۱۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.