د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین عربي متحده اماراتو ته رسېدلی
![د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین عربي متحده اماراتو ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/2DA8E748-007E-40BD-B221-377FF030E022_w800_h450.jpg)
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتیننن (اکټوبر ۱۵مه) متحده عربي اماراتو ته ورسېد.
دا په وروستۍ یوه لسیزه کې متحده عربي اماراتو ته د پوتین لومړی رسمي سفر دی.
پوتین د سعودي عربستان له پلازمېنې، ریاض څخه د ابوظبۍ پر لور روان شو.
هغه ته د هرکلي لپاره د ابو ظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان هوايي ډګر ته ورغلی و.
ولادیمیر پوتین په سعودي عربستان کې له پاچا او ولیعهد سره وکتل.
مسکو هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل نفوذ زیات کړي.