روسیې له متحده عرب اماراتو سره د ۱،۴ میلیارد ډالرو موافقې لاسلیک کړې
![روسیې له متحده عرب اماراتو سره د ۱،۴ میلیارد ډالرو موافقې لاسلیک کړې](https://gdb.rferl.org/09AA0610-A4D5-407C-8DC8-C9CB77F5DEB9_w800_h450.jpg)
روسيې له متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د شااوخوا يونیم مليارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسليک کړې.
ولسمشر ولادیمير پوتين وويل، دغه موافقې يې خليج ته د سفر پر مهال لاسليک کړې دي.
هغه په عين حال کې د سعودي عربستان پانګوال هم په روسيه کې پانګونې ته وهڅول.
پوتين پرون له ګاونډي هېواد سعودي عربستان څخه ابوظبۍ ته لاړ.
هغه په هوايي ډګر کې د متحده عرب اماراتو له وليعهد شهزاده شيخ محمد بن زايد النهيان سره وکتل.
شيخ محمد هيله وښوده چې د پوتين دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو پر پراختيا ژور اغېز وکړي.
د روسيې ولسمشر وروسته د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو د سوداګرو له استازو سره وکتل او ويې ويل، چې له هغوى سره يې د يو اعشاريه څلور مليارد ډالرو په ارزښت موافقې لاسليک کړې.
د تاس خبري اژانس په حواله، دغه موافقې تر ډېره د پټروشيمي، ټرانسپورټ او درمل جوړونې په برخو کې دي.